د لاس رسي وړ اتصالات

یوه اوونۍ کې ۱،۳ میلیونه امریکایانو د بیکارۍ مرستې غوښتي


د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې د کرونا ویروس پيښې مخ په زیاتیدو دي
د امریکا په یو شمیر ایالتونو کې د کرونا ویروس پيښې مخ په زیاتیدو دي

د امریکا په متحده ایالتونو کې یوازې په تیره یوه اوونۍ کې څه باندې ۱،۳ میلیونو کسانو د وزګارۍ مرستو ته درخواستونه ورکړي دي.

له دې ارقامو څخه معلومیږي چې اوس هم ګڼ شمیر دفترونه او د کار و بار خاوندان د کروناویروس له امله خپل کار کوونکي رخصت کوي.

دغه شمیر په داسې حال کې زیاتیږي چې د امریکا شپږ ایالتونه اړ شول د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د ډیریدو له امله د تجارت او کار و بار د بیرته پرانیستلو پروسه ودروي.

دغه شپږ ایالتونه، اریزونا، کالیفورنیا، کولراډو، فلوریډا ،میشیګن او تګزاس دي چې د امریکا د اقتصاد یو پر دریمه برخه جوړوي.

پنځلسو نورو ایالتونو هم د کروناویروس د پراختیا له امله د بیرته پرانیستلو پلانونه ځنډولي او له دې سره به احتمالا نور ډیر کسان هم وزګار شي.

د امریکا د کار وزارت د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، تیره اوونۍ یو اعشاریه څلورو میلیونو کسانو د وزګارۍ د امتیازاتو درخواستونه کړي دي، خو له دې ټولو سره سره ، د هغو کسانو شمیر چې د وزګارۍ امتیازات اخلي ۷۰۰ زره کم شوی او په مجموع کې اتلس میلیونه کسان وزګار شوي دي.

له دې څخه معلومیږي چې یو شمیر کمپنۍ د نورو کمپینو له خوا د کارکوونکو د رخصتولو سره سره ، د افرادو ګمارلو ته دوام ورکوي.

د ویروس د شدت زیاتوالی او د حکومت جدي محدودیتونه د امریکا په ډیرو برخو کې د اقتصادي فعالیتونو د کموالي لامل شوي دي او ممکن په وظایفو تاثیر وکړي.

خو د جون میاشتې د وظایفو په اړه د امریکا د حکومت راپور د ۴.۸ میلیونو وظایفو د رامنځ ته کیدو او همدارنګه له ۱۳.۳ سلنه څخه ۱۱.۱ سلنې ته د وزګارۍ د کچې د ښکته کیدو خبر ورکوي.

د امریکا د حکومت چارواکو د نورو کمکي بستو له ورکولو ملاتړ کړی دی، خو د سنا جمهوري غوښتونکو په اوونۍ کې د ۶۰۰ امریکايي ډالرو د ورکولو له غځیدو سره مخالفت کړی دی او ویلي دي چې په دې سره یو شمیر کسان چې وزګار شوي، بیرته کار ته د ستنیدو لپاره زړونه نه ښه کوي.

د استازو د مجلس دیموکراتانو تر جمهوري میاشتې پورې د ۶۰۰ امریکايي ډالرو د ورکولو ملاتړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG