د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د کرونا ویروس پر تهدید سربیره کار پیل کړ


د امریکا د کانګرس سنا مجلس کار پیل کړ خو د استازو مجلس غړي له کوره کار کوي
د امریکا د کانګرس سنا مجلس کار پیل کړ خو د استازو مجلس غړي له کوره کار کوي

که څه هم په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس د پيښو د ډیریدو امکان شته خو امریکايي سناتوران له کابو یوې نیمې میاشتې راوروسته د لومړی ځل خپلو کارونو ته ستانه شول.

د امریکا سنا مجلس به چې اکثریت جمهوري غوښتونکي دي د ولسمشر مهم نومول شوي کاندیدان به تائید کړي او د کرونا ویروس له امله به د ځپل شوي اقتصاد لپاره د یوې بلې سترې مرستندوې بستې په تصويب غور وکړي.

یو له هغو کسانو څخه چې ټاکل شوېده سنا مجلس یې تائید کړي د امریکا د استخباراتو د ادارې لپاره نومول شوی کاندید جان رټکلف دی.

ښاغلي رټکلف وویل چې د کرونا ویروس د هستې موندل به یې لومړیتوب وي:" استخباراتي ادارې به خپله ټوله پاملرنه په دې متمرکزه کړي چې په اوهان کې څه تیر شول. زه اوس مهال چین ته د یو ستر خطر په سترگه گورم."

خو د سنا مجلس دیموکرات غړی شیروډ برون وایي جمهوري غوښتونکی حکومت، د ترمپ د نوماندانو د تائیدي لپاره په یوځای راټولیدو سره د دوی خوندیتوب په خطر کې اچوي.

د امریکا د اقتصاد د رغولو لپاره د بلې بستې د تصویب په سر مذاکرې سیاسي بڼه غوره کړې ده.

ټاکل شوې چې د دویمې مالي مرستې د بستې د تصویب لپاره د استازو د مجلس دیموکراته مشره ننسي پیلوسي د خپل گوند نظریه ددې اونۍ په پای کې اعلان کړي.

د کانگرس غړي اوس هم له کوره کار کوي او وایی چې د کرونا ویروس له امله سیمه د کار لپاره مصونه نده.

د استازو د مجلس غړو په یو بیساري اقدام کې د اقتصاد د رغولو او عامې روغتیا د بحران د مخنیوي لپاره درې تریلیونه ډالره مرستندویه بسته تصویب کړه.

XS
SM
MD
LG