د لاس رسي وړ اتصالات

د 'لبناني ځواکونو' ګوند مشر له حکومت وغوښتل اسرائیل سره د حزب الله جګړه بنده کړي


سمیر جعجع د لبنان په پارلمان کې د لبناني ځواکونو په نامه د مسیحي ګوند مشر دی. .
سمیر جعجع د لبنان په پارلمان کې د لبناني ځواکونو په نامه د مسیحي ګوند مشر دی. .

د لبنان په پارلمان کې د " لبناني ځواکونو" په نامه د مسیحي ګوند مشر، سمیر جعجع یکشنبه سپټمبر لومړۍ (وږي ۱۱) په حزب الله تور پورې کړ چې د دې هیواد د ولس سره تر مشورې پرته، لبنان د اسرائیل سره جګړې کولو خوا ته ورټیل وهي.

ښاغلي جعجع پخپلې وینا کې په حزب الله سخت انتقادنه وکړل او پدې ډلې یې تور ولګاوه چې د جګړې او سولې په هکله یې د لبنان دولس د پریکړې کولو حق ترې اخیستی دی.

هغه ویلي د حزب الله د کړنو "داسې ښکاري لکه په لبنان کې چې دولت نه وي".

په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې د پیل راهیسې د لبنان حزب الله وسله والې ډلې تقریباً هره ورځ په اسرائیل باندې په سرحدي سیمو کې ډزې کړي.

حزب الله د حماس اتحادي دی خو د لبناني ځواکونو ګوند او نور ګوندونه ورسره مخالفت لري.

د لبناني ځواکونو ګوند مشر چې د بیروت په شمال کې یې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل چې د اسرائیل پر ضد د حزب الله جګړه هغه څه دي چې د دې هیواد ولس یې رد وي خو په دوي ورتپل شویده.


هغه زیاته کړه، " داسې جګړه ده چې د لبنان ولس یې نه غواړي او حکومت پکې هیڅ واک نلري. دا جګړه د لبنان په ګټه نده او غزې ته یې هم هیڅ ګټه نده رسیدلې او نه یې د هغوي ځوریدنه کمه کړې".

دې سیاسي مشر د لبنان د حکومت څخه وغوښتل چې د اسرائیل پر ضد د حزب الله جګړې مخه ونیسي.

هغه همدارنګه خبرداری ورکړ که د دې جګړې مخه ونه نیول شي، په سترې جګړې به بدله شي او هیڅوک به ترې خوندي پاتې نشي.

حزب الله او اسرائیل د همدې تیرې اګست میاشتې په ۲۵ مې په یو بل سلګونه توغندي او د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه وکړل.

د حزب الله ډلې ویلي و چې په اسرائیل یې دا بریدونه د خپل یو قوماندان، فواد شُکر بدل اخیستو په خاطر کړي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله ویلي و چې په اسرائیل یې د ګڼ شمیر بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او څه باندې ۳۲۰ کتوشیا توغنديو بریدونه کړي و چې د هغه په وینا په سرحدي سیمو کې یې د "دښمن" اهداف ویشتي.

خو اسرائیل بیا ویلي و چې اکثریت توغندي په هوا کې شنډ شوي او مرګ ژوبله یې نه درلوده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG