د لاس رسي وړ اتصالات

لبنانی حکومت له یو میلیون زیات سوریايي کډوال په زور وباسي


د ملگرو ملتونو عالی کمشنر فېلیپو گرانډې د سوریی کډوال ماشومان په یوه غیررسمی کمپ کې گوري - لبنان - د مارچ نهمه ٢٠١٩
د ملگرو ملتونو عالی کمشنر فېلیپو گرانډې د سوریی کډوال ماشومان په یوه غیررسمی کمپ کې گوري - لبنان - د مارچ نهمه ٢٠١٩

د لبنان حکومت دیته ملا تړلې ده چی د سورېې مهاجران له خپل هېواد نه وباسي، پوځ د هغوی د پخو کورونو په ورانولو لگېا دی. مهاجر اوس دا اجازه لري چی یوازې د پلاستیک او لرگو نه جوړو شویو کوډلو کې و اوسېږي. په دې توگه ډیر کډوال د خپلې راتلونکې لپاره اندیښمن دي.

د لبنان حکومت وايي اوس ددې وخت رارسیدلی دی چی سوریایي مهاجر له دې ځای نه ولاړشي. په دې توگه کیدی شي هغوی ډیر ژر بیا بې کوره شي.

د لبنان د ارسال په یوه لیری کلي کې، حکومت وايی ددې کمپ کډوال دې نور له دې ځای نه ولاړ‍ شي. دیما الکانج یوه سوریايي کډواله وايي: "... اوس پوځ راغی او ا مر ېې کړیدی چی دا کمپ وران کړي."

دیما الکانج له خپلو څلورو ماشومانو سره د سورېې د کورني جنگ له اور نه, لبنان ته وتښتېدله. هغې د کانکریټو په دې ورانه ویجاړه خونه کې ډیر وخت تیر کړ خو اوس پوځ د نورو کورونو په شمول د هغې خونه په کنډواله بدله کړله.

د سورېې مهاجرماشومان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

سوریايي کډواله دیما الکانج وايي: "...زه له تیرو پنځو کلونو راهېسی په دې کور کې اوسېږمه. هرکال یو شی نه یو شی پکې جوړوو، څو د اوسیدلو وړ شی. خو اوس هېڅ پکې پاتې نشول چی موږ ورته کور ووایو."

مرستندوېې ادارې وايي چی نن د دوشنبی د ورځې جولای ٨ راهیسی پوځ د کورونو په ورانولو پیل کړیدی. لږ تر لږ شل کورونه ېې وران کړیدی.

پوځ دوې میاشتی مخکې د کمپ خلک د خپل پلان نه خبرکړل. هغوی ته ېې وخت ورکړی و خو اوس هرڅه پایته رسیدلی دي.

سوریايی کډوال، ابو فراس وايي: ... د لبنان چارواکیو موږ ته دا ستوگنې ځای راکړ، موږ ترینه خوشحاله یو. خو اوس چی موږ دلته نه غواړي، نو ملگری ملتونه او نور هېوادونه دې زموږ غم وخوري. موږ بیرته ستنیدلو ته هم چمتو یو، د تل لپاره دلته نه اوسیږو".

اوس چی د دوی کورونه په کنډواله بدل شويدي، یو شمیر ېېا اندېښمن او ویریدلي دي چی د پلاستیکو، او لرگیو په کوډلو کې به څنگه ژوند کوی.

د څلورو ماشومانو مور، سوریايي کډواله دیما الکانج وايي: .. له موږ سره د خپلې راتلونکې ویره ده. خدای پوهېږي نور به څه راسره کوي؛ په دې وخت کې، موږ. بیرته خپل هېوادته نشو تللی."

په لبنان کې د سورېې کډوال تر یو میلیون نه زیات دي. د لبنان حکومت په ټینگه دیته ملاتړلې ده چی هېواد په ختیځو برخو کې، د سوریايي کډوالو نیمه پاخه کورونه وران کړي.

XS
SM
MD
LG