د لاس رسي وړ اتصالات

مسي غواړي له بارسلونا ووځي


د اسپانیا د بارسلونا لوبډلې نامتو ستوری لیونل مسي له خپلې لوبډلې غوښتنه کړې چې په روان اوړي کې ورسره خپل تړون پای ته ورسوي.

د سي ان ان خبري شبکې د پورټ پر بنسټ د فوټبال د تاریخ دغه نومیالي ستوري پرون سه شنبه اګسټ ۲۵ (وږی ۴) ویلي چې غواړي د خپل تړون هغه ماده عملي کړي ‌چې پر بنسټ یې د تړون پای ته رسول ورته مالي زیان نه رسوي.

ویل کیږي چې ۳۳ کلن مسي دا پرېکړه له هغه وروسته کړې چې تېره اونۍ یې د اروپا په اتلانو لیګ کې له بایرن مونیخ لوبډلې نه ۸-۲ ګوله ماتې وخوړه او له لیګ نه ووته.

په تاریخ کې مسي یوازینی لوبغاړی دی چې تر اوسه یې د سرو زرو شپږ توپونه ګټلي دي.
په تاریخ کې مسي یوازینی لوبغاړی دی چې تر اوسه یې د سرو زرو شپږ توپونه ګټلي دي.

له بلې خوا د بارسلونا کلب مشر جوزیف ماریا ویلي چې: "مسي د فوټبال د نړی تر ټولو ښه لوبغاړی دی او هغه باید د خپل تړون د مودې تر پایه بارسلونا سره پاتې شي."

په ۲۰۱۷ کال کې لیونل مسي د بارسلونا سره تړون نوی کړ چې پر بنسټ یې د ۲۰۲۱ تر جون پورې باید پدې کلپ کې لوبه وکړي.

د دغه تړون پر بنسټ هر اونۍ ۶۴۵ زره امریکايي ډالر مسي ته ورکول کېده.

مسي له تېرو شلو کلونو راهیسې د بارسلونا لوبډلې په ګټه لوبه کړې.

  • مسي ولې د فوټبال تاریخي لوبغاړی بلل کیږي؟

د فوټبال کارپوهان وايي چې لیونل مسي د فوټبال د تاریخ تر ټولو غوره ستورو په ډله کې دی.

په تاریخ کې مسي یوازینی لوبغاړی دی چې تر اوسه یې د سرو زرو شپږ توپونه ترلاسه کړي دي.

د فوټبال په لوبغاړو کې مسي تر ټول ډېر یعنې پینځه د سرو زرو بوټان هم ګټلي دي.

هغه د اسپانیا د فوټبال په لالیګا لیګ کې تر ټولو ډېر ۴۲۷ ګولونه او د خپلې ملي لوبډلې لپاره یې ۶۸ نړیوال ګولونه ترسره کړي دي.

۳۳ کلن مسي د نړۍ په هغو فوټبالرانو لیست کې دی چې تر ټولو ډېر عاید لري.

د مسي په شتون کې د بارسلونا لوبډلې د اروپا په کچه لږ تر لږه ۲۲ معتبر کپونه ګټلي‌ دي.

XS
SM
MD
LG