د لاس رسي وړ اتصالات

تالندې برېښنا په هند کې څه باندې ۱۰۰ کسان مړه کړل


د چاپېریال ساتنې فعالان وايي چې اقلیمي بدلون په هند کې تالنده برېښنا زیاته کړې ده
د چاپېریال ساتنې فعالان وايي چې اقلیمي بدلون په هند کې تالنده برېښنا زیاته کړې ده

په هند کې چارواکي وایي د بېهار او شمالي اترپردېش په ایالتونو کې د تالندې او برېښنا له کبله شاوخوا ۱۰۵ تنه مړه شوي دي.

چارواکي وايي په دغو پېښو کې ۸۳ د بېهار او شاوخوا ۲۲ نور د اترپردېش په ګڼ نفوس ولایت کې مړه شوي دي.

دا پېښې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۵ (چنګاښ۵) رامنځته شوې دي.

د بېهار په ایالت کې ۱۲ کسان ژوبل شوي هم دي، خو د اترپردېش د ایالت څخه لا د زخمیانو په اړه راپورونه ورکړل شوي ‌نه دي.

چارواکي وايي د قربانیانو له هرې کورنۍ سره به ۴۰۰زره هندۍ روپې مرسته وشي.

په باراني موسمونو کې تالنده او برېښنا یوه عادي خبره ده خو د چاپېریال ساتنې فعالان وايي چې اقلیمي بدلون په هند کې دا پېښې زیاتې کړي دي.

چارواکي وايي تېرکال په هند کې د بېهار په ایالت کې څه باندې ۲۲۵زره او د اترپردېش په ایالت کې بیا نژدې ۳۲۳زره ځلې تالنده برېښنا شوې ده.

XS
SM
MD
LG