د خیبر پښتونخوا په کورمه کې ځايي خلک وايي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹ (مرغومي ۳۰مه) د عملیاتو پر مهال په کورمه کې ځینې سیمې په خپله ولکه کې اخیستې دي.
د دوی په وینا، پوځ او سرحدي ځواکونو (اېف سی) بګن بازار، سره غوړګۍ، ژړینې اوځینې نورې شاوخوا سيمې نيولې دي. البته په دې عملياتو کې تراوسه د مرګ ژوبلې خبر نه دی راغلی.
د کورمې د سني ډلې مشرانو دا عملیات غندلي دي او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی."
د کورمې د يوه سياسي ګوند سیمه ییز مشر حکمت خان د جنورۍ پر ٢٠ ( د سلواغې لومړۍ) امريکا غږ ته وويل، دا عملیات بايد په ټوله کورمه کې وشي.
نوموړي زياته کړه " د جنورۍ په شلمه هم ځواکونو د توپې ګولې ویشتلې دي. ځايي خلکو د دوابې او ټل په کيمپونو کې پناه اخيستې ده."
کله چې امريکا غږ د پاړه چينار د شيعه ډلې له يوه مشر شفيق خان سره تماس ونيولو نو هغه وويل: "موږ دواړو غاړو موافقه لاسليک کړې ده، خو زموږ له اړخه له هغې موافقې سرغړونه نه ده شوې، بلکه د بګن په سيمه کې پر مرستیال کمشنر او کاروان بريدونه وشول، نو ځکه هلته عمليات روان دي."
شفيق خان امريکا غږ ته وويل: "په موافقه کې دا لکیل شوي چې په ټوله کورمه کې به له دواړه غاړو څخه درنې وسلې اخلي او ټولې لاري به پرانيزي."
امريکا غږ د روانو عملياتو په اړه د کوهاټ له کمېشنر معتصم بالله سره اړيکه نيولو هڅه وکړه خو په دې کې بريالی نه شو او اسسټنټ کمېشنر نصيب خان د دغو پوښتنو ځواب نه دی ورکړی. خو نوموړي د جنورۍ پر ۱۹مه یوې خبري غونډې ته وویل چې عملیات يې د هغو کسانو پرضد پیل کړي چې په سيمه کې ناامني جوړوي. "دا عملیات د هغو شرخوښو پرضد پيل شوي دي چې له بده مرغه په ځايي خلکو ورګډ شوي او پناه يې اخيستې ده. دا عملیات نه د کورمې د اوسېدونکيو پرضد دي او نه يې هم هغوی ته د تکلیف رسولو لپاره دي. ورانکاري د سولې تړون ته په زیان رسولو زموږ ټولې هڅې ضایع کول غواړي."
چارواکو د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د جنورۍ پر ۱۶ وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدونکيو لاريو پر کاروان برید وکړ چې له امله یې پوځي سرتېرو او لارۍ چلونکيو ته مرګ ژوبله واوښته چې تر دې وروسته د پاکستان پوځ، اېف سی ځواکونو او پولیسو عمليات پيل کړل.
چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي چې په برید او د ځواکونو په عملیاتو کې د دوو امنیتي سرتېرو او شپږو مشکوکو وسلوالو په ګډون ۱۸ تنه ووژل او ۱۰ ژوبل شول. ازادو سرچینو په پېښه کې د مشکوکو وسلوالو وژنه نه ده تایید کړې.
تر بريد څو ساعته وروسته شيعه مشرانو له حکومت څخه په سیمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه. د 'انجمن حسینیه' مشر جلال حسین بنګش په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل، چې ریاست دې پرکاروان په بريد کې د ککړو کسانو خلاف کاروايي وکړي او د ټل او پاړه چينار ترمنځ سړک دې هم د خلکو او د مال لېږدوونکو موترو د تګ راتګ لپاره پرانیزي.
فورم \ دبحث خونه