د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون د شهزاده سلمان کوربه دی؛ فرانسه غواړي هغه د اوکراین ټینګ ملاتړ ته وهڅوي


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جمعې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) په پاریس کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان کوربه و. ښاغلی مکرون هڅه کوي چې د تیلو ددغه بډایه هیواد مشر د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین څخه ټینګ ملاتړ ته وهڅوي.

د څه کم یو کال وروسته بیا د پاریس ایلیسي ماڼۍ ته د ۳۷ کلن شهزاده سلمان ورتګ د پاریس او ریاض ترمنځ تودې اړیکې په ګوته کوي، خو د بشري حقونو فعالین په ۲۰۱۸ کې د سعودي د منتقد خبریال، جمال خاشقجي د وژنې په تړاو پدې اړیکو ناراضه دي.

اټکل کیږي چې ښاغلی مکرون به په لبنان کې د نوي ولسمشر د ټاکل په حل لاره کې د شهزاده سلمان مرسته وغواړي؛ کومه مسله چې د فرانسې لپاره د زیاتیدونکي خپګان لامل کیږي.

داسې بریښي چې فرانسې ته د سعودي عربستان د شهزاده او صدراعظم محمد بن سلمان سفر به اوږد وي. هغه به د نوي نړیوال مالي تمویل تړون په اړه د پاریس په سرمشریزه کې برخه واخلي چې د جون د ۲۲ څخه تر ۲۳ پورې د ښاغلي مکرون په کوربه توب ترسره کیږي.

شهزاده سلمان به د دوشنبې په ورځ، په یو لړ مراسمو کې ګډون وکړي چې ریاض به د ایکسپو۲۰۳۰ د کوربه توب لپاره په رسمي توګه نوماند شي. ددې کار لپاره سعودي عربستان د فرانسې کلک ملاتړ غواړي.

شهزاده محمد بن سلمان د پاریس ښار بهر د ورسای ماڼۍ ته نږدې د ۷۰۰۰ مربع مترو پراخ ملکیت لري چې ودانۍ یې د فرانسې د امپراطوري ماڼیو په څیر بریښي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر یو مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې، پاریس غواړي شهزاده محمد بن سلمان د اوکراین د شخړې په سترتیا پوه شي او "موږ سره د جګړې د وروستۍ پایلې په ګړندي کولو کې مرسته وکړي، پدې معنی چې اوکراین د جګړې په میدان کې بریالی شي".

دغه چارواکي زیاته کړه: "موږ به هغه ته ووایو چې د اوکراین مسله څومره مهمه ده او سعودي عربستان څنګه کولای شي پر روسیې او نورو د خپل نفوذ نه کار واخلي."

سعودي عربستان د اوکراین په اړه محتاطانه دریځ خپل کړی او پداسې حال کې چې د کیف د ځمکنۍ بشپړتیا پر اهمیت یې ټینګار کړی، خو دغه برید یې ندی غندلی.

محمد بن سلمان تیره میاشت په جده کې د عرب لیګ د سرمشریزې په ترڅ کې د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي کوربه توب وکړ، کوم چې د یرغل له پیل راهیسې منځني ختیځ ته د اوکراین د مشر لومړی سفر و.

خو په عین وخت کې سعودي عربستان د روسیې سره هم نږدې اړیکې ساتلي، په ځانګړي توګه د 'اوپک پلس' د تیلو د اتحادیې له لارې چې د لسو غیر اوپک غړو تر څنګ مسکو یې هم غړی دی.

XS
SM
MD
LG