د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي د عرب لیګ په سرمشریزه کې د ګډون په موخه جدې ته ورسید


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د عرب لیګ په سرمشریزې کې د ګډون په موخه جدې ته ورسیدی
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د عرب لیګ په سرمشریزې کې د ګډون په موخه جدې ته ورسیدی

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي نن جمعه د مې ۱۹ (غوايي ۲۹) د عربي هېوادونو (عرب لیګ) په سرمشریزه کې د ګډون په موخه پداسې حال کې د سعودي‌ عربستان د جدې ښار ته ورسید، چې په ورته وخت کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد چې د روسیې نږدې متحد دی، هم په دغه سرمشریزه کې برخه اخیستې ده.‌

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل راهیسې، دا منځني ختیځ ته د ولسمشر زیلینسکي لومړی نا اعلان شوی سفر دی. زیلینسکي به په دغه سرمشریزه کې د سیمې مشرانو ته چې د کیف د لویديځ ټلوالې په پرتله د اوکراین څخه لږ ملاتړ ته ژمن دي، وینا وکړي.‌

زیلینسکي پر خپل ټویټر پاڼۍ کې لیکلي:"سعودي عربستان ته رسیدلی یم. زه به د عرب لیګ په سرمشریزه کې خبرې وکړم." هغه زیاته کړه چې پلان لري چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او نورو مشرانو سره وګوري.

زیلینسکی د بشارالاسد څخه یوه ورځ وروسته پداسې حال کې د سره سمندرګي ساحلي ښار جدې ته ورسید، چې د سوریې حکومت په ۲۰۱۱م کال کې د ډیموکراسۍ پلوه مظاهره کونکو د وحشیانه ځپلو په پایله کې په کورنۍ جګړې کې ښکیل او منزوي شوی و، تیره اونۍ بیرته د عرب لیګ غړیتوب ترلاسه کړ.‌

د عرب لیګ سرمشریزه په داسې وخت کې په سعودي عربستان کې جوړیږي چې د نړۍ د تیلو دغه ترټولو لوی صادرونکی هیواد په منځني ختیځ او له هغه هاخوا، د خپل ډپلوماتیک ځواک د پراخولو په لټه کې دی.

د عرب لیګ یو چارواکي د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې زیلینسکي ته په دغه سرمشریزې کې د سعودي عربستان لخوا د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، نه د عرب لیګ له خوا.‌ د سعودي چارواکو ددغه بلنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلی.‌

عرب لیګ ته د سوریې راستنیدل

د سوریې دولتي اژانس سانا په حواله، د عرب لیګ د سرمشریزې تر رسمي‌ پیل مخکې چې نن په سیمه ییز وخت د ماسپیښین دوه بجې پیلیږي، د سوریې ولسمشر بشار الاسد د تونس له ولسشمر قیس سعید سره وکتل.‌

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد د روانې اونۍ په پیل کې جدې ته له رسیدو وروسته وویل، "دا سرمشریزه ډیره مهمه ده." نوموړي زیاته کړه چې د سوریې پلاوی "د دې سرمشریزې د بریالیتوب لپاره دلته راغلی دی".

په جده کې پر واټونو د سوریې په ګډون د عرب لیګ د غړو هېوادونو بیرغونه ځړول شوي، لکه څنګه چې د الریاض ورځپاڼې د جمعې په ورځ وویل چې دا به "د ټولو سرمشریزو، سرمشریزه" وي.

بلخوا ریاض په سودان کې د جګړې د پیلیدو راهیسې د هغه هېواد څخه د ملکي وګړو په ایستلو کې مخکښ رول لوبولی او اوس وخت د اوربند په موخه د سودان د جګړې د دواړو اړخونو د استازو کوربه دی.‌

کویتي لیکوال جواد احمد بخمسین د سعودي ورځپاڼه عکاظ د دې اونۍ په یوه مقاله کې ویلي: "سعودي عربستان د ټولو څارونکو په نظر کې د سولې غوښتوونکي او همغږی کوونکي سمبول ګرځیدلی، ځکه چې د اختلافاتو د پای ته رسولو او د شخړو د پای ته رسیدو غوښتوونکې دی."

خو په سیمه کې بیا هر هیواد د بشار الاسد سره د اړیکو ښه کولو ته لیواله نه دی.

قطر پدې میاشت کې وویل چې د بشارالاسد له حکومت سره به اړیکې عادي نه کړي، خو یادونه یې وکړه چې دا به د عرب لیګ سره د سوریې د بیا یوځای کیدو په لاره کې "خنډ" نه وي.

د پنجشنبې په ورځ، د قطر امیر، چې د بشار الاسد یو سر سخت منتقد دی، وویل چې هغه به جدې ته د خپل هېواد د پلاوي مشري وکړي.

په داسې حال کې چې دوحه په سوریه کې د "جنګي جرمونو" لپاره د حساب ورکولو غوښتنه کړې، خو شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د سرمشریزې لپاره د قطر د غوښتنو او هیلو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

په ورته وخت کې چې د قطر او یو شمیر نورو هیوادونو استازي به د عرب لیګ په مشریزه کې د خپلو هېوادونو استازیتوب وکړي، د یو بل خلیجي هیواد، متحده عربي اماراتو ولسمشر به په دې سرمشریزه کې غایب وي.

د اماراتو دولتي خبري اژانس ویلي، د متحده عربي اماراتو شیخ محمد بن زاید آل نهیان خپل ورور او مرستیال ولسمشر شیخ منصور بن زاید جدې ته استولی دی.

په سیاسي چارو کې د عرب لیګ عمومي منشي مرستیال، خالد منزلوي د چهارشنبې په ورځ په "شرق الاوسط" ورځپانه کې لیکلي دي‌ چې د منځني ختیځ په وړاندې د ننګونو سربیره، د عرب لیګ سرمشریزه باید د اوکراین د جګړې او "نړیوال اقتصادي بحران" په څیر مسلو باندې هم وغږیږي.

د عربي هېوادونو (عرب لیګ) ۳۲مه سرمشریزه په داسې حال کې د سعودي عربستان د جدې په ښار کې جوړیږي چې ددغه لیګ د غړو ترمنځ په منځنۍ ختيځ کې ګڼو ستونزو او کشالو ته د حلارې د موندلو لپاره هیلې لیدل کیږي.‌

XS
SM
MD
LG