د لاس رسي وړ اتصالات

د سترگو سالم دید کیدای شي ذهن سالم وساتي


د سترگو ښه دید
د سترگو ښه دید

په امریکا کې یوه ترسره شوې علمي څیړنه ښیي چې د سترگو د دید کمیدل ښایي په زړو خلکو کې د ادراک سطحه راکمه کړي.

ددې علمي څیړنې نتیجې ښیي چې د سترگو د دید ثابت پاته کیدل لکه د نویو عینکو اخیستل او یا د سترگو عملیات کول کیدای شي د ډیر عمر لرونکو وگړو سره مرسته وکړي چې روحاً قوي پاته شي.

ددې علمي څیړنې مخکښه لیکواله د میامي میلر پوهنتون د طب پوهنځي استاده دیان ژینگ وایي "ستاسو د سترگو ساتنه د ښه درک لپاره ډیره مهمه ده".

په څیړنه کې راغلي دي چې په عمومي توگه د ډیر عمره کسانو د سترگو دید او دماغ کمزوری کیږي او دا د یو بل سره تړاو لري، خو پوښتنه دا ده چې آیا د سترگو دید پر اداراک باندې اثر لري او یا برعکس، تر اوسه نده څرگنده شوې.

ددې موضوع د څیړلو لپاره د میرمن ژینگ ټیم اته کاله ٢٥٠٠ ډیر عمره کسان څارلي او هر کال یې د هغوی د سترگو دید او د درک د قوې حالات ازمویلي دي.

د څیړنې په جریان کې د سترگو د دید درجه په درجه کموالی په لوستلو کې د ستونزو سره مساوي و، هغوی چې د څیړنې په پیل کې یې د سترگو د دید ستونزه درلوده په د ادراک ازموینه کې هم کمزوري وو.

پداسې حال کې چې د سترگو د دید او د ادراک ترمنځ د اړیکې مکانیزم تر اوسه ښه څرگند ندی، خو میرمن ژینگ وایي د سترگو د دید کمیدل ښایي خلک د دماغي تحرک له فعالیتونو لکه د معماو حل کول او د نورو خلکو سره له راکړې ورکړې ناخوالي کړي.

نوموړې سپارښتنه کوي چې پوخ عمره کسان باید په پرله پسې توگه سترگې معاینه کړي او که کومه ستونزه موجوده وي د هغې درملنې دې وکړي.

د امریکا د ویرجنیا ایالت د دوک پوهنتون د طب د پوهنځي څخه هایتر وایټسن وایي "کله چې د ښه دید لرلو پرته زړیږئ، نه یواځې خپل خپل ذهن ته کم تحرک ورکوئ بلکه ښایي د خپل دماغ د جوړښت کچه هم زړه کړئ."

میرمن وایټسن وایي ښه خبر دادی چې کمزوری دید د ادراک د کمیدو یواځې یو فکټور دی چې د اصلاح وړ دی. د هغې په وینا حتی د سترگو ډیرې پرمختللې ناروغۍ هم تر ډیره د درملنې وړ دي.

XS
SM
MD
LG