د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا د نړۍ ستر هوایي شرکتونه له اقتصادي کړکیچ سره مخامخ کړي


د نړۍ د سترو هوایي شرکتونو دریو عمده اتحادیو سټار، سکای ټیم او ون ورلډ د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب ۲۶) په ګډه له حکومتونو او ونډه لرونکو څخه وغوښتل چې د هوایي شرکتونو سره د کروناویروس په وجه خپلو فوق العاده مرستو ته دوام ورکړي.

ددغو تجارتي هوایي اتحادیو په ګډه اعلامیه کې د سکای ټیم اجرائیه رئیسې کرستین کولویل لیکلي: "د کروناویروس د خپریدو په وجه پر هوایي صنعت باندې انساني او مالي فشار بیساری دی."

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هوایي شرکتونه وایي د خپلو پروازونو مهالویش به نور هم خورا راکم کړي، هغه کارکوونکي چې اړتیا ورته نشته بیکاره کړي. دوی د کروناویروس په وجه د نړۍ د هیوادونو له لورې د خپلو پولو او میدانونو د تړلو په وجه د حکومتونو څخه د مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

د برتانیا بریټیش ایروی وایي د اپریل او مۍ میاشتو کې به د خپلو پروازونو لږ تر لږه درېیمه برخه وځنډوي.

همداشان د امریکا د یونایتید ایرلین د مارچ په میاشت کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۵ میلیارډ ډالر زیان کړی او خپلو کارکوونکو ته یې خبرداری ورکړی چې کیدای شي په دوبي کې بې مسافرو پروازونه وکړي.

دغه شرکت وایي د شرکت د کارکوونکو معاشونه به ۵۰ فیصده راټیت کړي او همداشان په اپریل او می میاشتو کې به ۵۰ فیصده خپل پروازونه هم بند کړي.

حالات د تیرې اونۍ په پای کې هغه وخت خراب شول چې اسپانیا فوق العاده حالت اعلان کړ او د امریکا د جمهور رئیس حکومت بریتانیا او ایرلند ته هم سفر کولو باندې بندیز ولګاوه او همداشان استرالیا او نیوزیلند وویل چې ټول مسافر باید د ۱۴ ورځو لپاره قرنطین شي.

د ایزي جیت په نامه د اروپا څلورم ستر هوایي شرکت ویلي چې خپلې اکثرې الوتنې به وځنډوي او د ایسلند د هوایي شرکت ګروپ ویلي چې د کارګري اتحادیو سره کار کوي چې خپل کارکوونکي راکم کړي.

د نیوزیلند هوایي شرکت ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې د خپلو ۸۵ فیصده الوتنو په کمولو سره به خپل کارکوونکي هم کم کړي.

XS
SM
MD
LG