د لاس رسي وړ اتصالات

اکثر امریکایان د انتخاباتو نتیجې مني – نظرپوښتنه 


یوې نوې نظرپوښتنې ښودلي چې اکثر امریکایان د انتخاباتو نتیجې مني، حتی که د خوښې وړ کاندید یې ناکام هم شي.

په یوه نوې نظرپوښتنه کې اکثر ګډون کوونکو امریکایي رایه ورکوونکو ویلي دي چې د نومبر د درېیمې انتخاباتو نتیجې به ومني که څه هم چې د هغوی خپل کاندید ټاکنې بایللې هم وي.

پدغه نظرپوښتنه کې چې د رویترز اژانس او د "ایپسوس" تحقیقاتي بنسټ د اکتوبر له ۱۳ نه تر ۲۰ پورې ترسره کړې ۷۹ فیصده امریکایانو د ۵۹ فیصده هغو کسانو په ګډون چې غواړي دونالد ټرمپ بیا بریالي شي ویلي دي چې د دموکرات کاندید جو بایډن د بریالیتوب په صورت کې به هم د انتخاباتو نتیجې ومني.

پدې ترڅ کې د دونالد ټرمپ ۱۶ فیصدو پلویانو ویلي دي چې د ښاغلي بایدن بریا به ونه مني او د یو دموکرات د بریالیتوب په غبرګون کې به مظاهرې وکړي او یا به هم په تاوتریخوالي لاس پورې کړي.

همداشان ۷۳ فیصدو امریکایانو د ۵۷ فیصدو هغو کسانو په ګډون چې د بایدن پلویان دي ویلي دي چې که دونالد ټرمپ بریالی شي هم به د انتخاباتو نتیجې ومني. د ښاغلي بایدن شاوخوا ۲۲ فیصده پلویانو وی چې د ښاغلي ټرمپ د بریالیتوب په صورت کې به نتیجې ونه مني او هغه به چلنج کړي.

په متحده ایالاتو کې د انتخاباتو مسولین سږکال د یو لړ ازمونونو سره مخامخ دي چې پر انتخاباتو باندې د عامه باور په اړه یې اندیښنې زیاتې کړې دي.

د امریکا د ملي امنیت لوړپوړو مقاماتو تیره اونۍ خبرداری ورکړ چې روسیه او ایران د نومبر د درېیمې انتخاباتو کې د لاس وهنو په نیت د امریکا د انتخاباتي سیستمونو په هک کولو لاس پورې کړی دی.

ښاغلي ټرمپ هم په وار وار د انتخاباتو د شفافیت په اړه یو ډول شکونه ښودلي دي او د کوم مدرک او شواهدو د وړاندې کولو پرته یې استدلال کړی چې د پست له لارې د رایو استول درغلیو او په انتخاباتو کې د بهرنیانو لاسوهنو ته زمینه برابروي. هغه په څرګنده نه دي ویلي چې د ناکامیدو په صورت کې به په سوله ییزه توګه د واک انتقال ته ژمن پاته شي او که نه.

د امریکا د کولمبیا پوهنتون د سیاسي علومو استاد ویلي دي چې ددغه نظرپوښتنې نتیجو له انتخاباتو وروسته د احتمالي خشونت په اړه د هغه اندیښنه راکمه کړې ده. خو هغه خبرداری وکوي چې که د دواړو کاندیدانو ترمنځ د رایو تفاوت کم اوسي یا یو کاندید په بل باندې د درغلیو تورونه ولګوي کیدای شي چې مظاهرې او کړکیچ رامنځ ته شي.

د رویټرز او ایپسوس، د نظرپوښتنې له مخې ۵۱ فیصده ګډون کوونکو ویلي چې جوبایدن او ۴۳ فیصدو ویلي چې دونالد ټرمپ ته رایه ورکوي.

دا پداسې حال کې دي چې د نظرپوښتنو له مخې د پنسلوانیا، فلوریدا، اریزونا او شمالي کارولینا ایالتونو رای د انتخاباتو د برخلک د معلومولو لپاره ډیرې مهمې دي او د دواړو کاندیدانو ترمنځ سیالي هم ډیره نژدې ده.

د رویترز او ایپسوس نظرپوښتنه د ۲۶۴۹ تنو د ځوابونو په اساس شوې.د سنجش سهوه پدې نظرپوښتنه کې په سلو کې څلور ګڼل شوې ده.

XS
SM
MD
LG