د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله یوسفزۍ پاکستان ته تللې


ملاله د خپل مور او پلار سره
ملاله د خپل مور او پلار سره

د خیبر پختونخوا د سوات سره تعلق لرونکي ملاله یوسفزۍ پنځه کاله وروسته پاکستان ته تللې ده.

د نوبل جایزې گټونکي ملاله یوسفزۍ د خپلې کورنۍ سره یوځاې د پنجشنبې په ورځ (مارچ ٢٩) پاکستان ته تللې ده. هغه پاکستان ته پنځه کاله وروسته سفر کوي.

ملاله یوسفزۍ چې د جینکو د تعلیم مبارزه ده، د٢٠١٢ کال د اکتوبر په میاشت کې طالبانو هغه وخت په ډزو وویشته او ژوبل یې کړه چې هغه د ښوونځي نه کور ته روانه وه.

په دغه حملې کې د زحمې کیدو نه وروسته هغه د سر د مرمۍ د لیرې کولو د عملیاتو لپاره د برتانیې برمنگهم ښار ته راوستل شوه. ملاله هغې ورځ نه وروسته په برتانیې کې ژوند کوي او هم د هغې ځاې نه خپل تعلیم او د جینکو د تعلیم لپاره نړیواله مبارزه کوي.

د پاکستان جیو ټلویژون راپور ورکوي چې پدې موخه د اسلام اباد په هوایي ډگر کې سخت امنیتي تدابیر نیول شویدي.

داسې ویل کیږي چې ملاله به د دغه څلور ورځني سفر په دوران کې د پاکستان د صدراعظم برسیره د نورو لوړپوړو چارواکو سره هم ملاقاتونه کوي.

هغه به په اسلام اباد کې په یوې غونډې کې چې د ملالې سره د خلکو د لیدو په هدف جوړه شویده، هم گډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ د ملالې فنډ په مرسته د هغې په پلرنۍ کلي شانگلې کې د نجونو لپاره یو ښوونځی پرانستل شو.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG