د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیزیا پخوانی صدراعظم د اداري فساد په تور ممنوع الخروج شو


نجیب رزاق ویلي د هیواد د مهاجرت د ادارې قوانینو او مقرراتو ته درناوی کوي او په مالیزیا کې به پاته شي
نجیب رزاق ویلي د هیواد د مهاجرت د ادارې قوانینو او مقرراتو ته درناوی کوي او په مالیزیا کې به پاته شي

نجیب رزاق او میرمن یې غوښتل په یوه شخصي الوتکه کې د رخصتیو د تیرولو لپاره اندونیزیا ته لاړ شي.

د مالیزیا نوي صدراعظم محمد ماتیر چې ٩٢ کلن دی، د واک له نیولو وروسته د لومړني اقدام په توگه د هغه هیواد پخوانې صدراعظم نجیب رزاق او د هغه میرمن د هیواد نه ممنوع الخروج اعلان کړل.

د مالیزیا د مهاجرت ادارې د شنبې په ورځ وویل چې دوي دواړه په تور لست کې شامل او ممنوع الخروج شوې دي.

یو لړ افشا شوي اسناد ښیي چې نجیب رزاق او میرمن یې روسما منصور غوښتل د شنبې په ورځ په یوه شخصي جت الوتکه کې اندونیزیا ته لاړ شي.

داسې اوازې هم شته چې د مالیزیا پخواني صدراعظم غوښتل د اداري فساد د تورونو په اړوند د عدلي تعقیب نه وتښتي، خو نجیب رزاق ویلي چې نه غواړي له هېواد څخه وتښتي بلکې د یوې لنډې دمې لپاره بهر ځي.

د ښاغلي رزاق اړوند گوند د چهارشنبې په انتخاباتو کې ماتې وخوړه او پدې توگه د شپږو لسیزو وروسته په مالزیا کې واک یو بل گوند ته انتقال شو.

د مالیزیا د ملي جبهې گوند چې د بریتانیا نه د خپلواکۍ د اخیستلو راهیسې واکمن و د تیرې اونۍ په انتخاباتو کې د پارلمان د ٢٢٢ چوکیو نه یواځې ٧٩ چوکۍ وگټلې.

د مالیزیا پخواني صدراعظم د نوي حکومت د اقدام په غبرگون کې ویلي چې د هیواد د مهاجرت د ادارې قوانینو او مقرراتو ته درناوی کوي او د خپلې کورنۍ سره به په مالزیا کې پاته شي.

XS
SM
MD
LG