د لاس رسي وړ اتصالات

زده کوونکي: هرې افغان نجلۍ ته پر کور د انلاین زده کړو بندوبست په کار دی


په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا دی اوس تر ۸۰۰ زیاتې ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي او له ۳۵۰ څخه زياتې ورځې کیږي چې هغوی پوهنتون ته نه پرېښودل کیږي.

امریکا غږ په افغانستان کې له ځینو هلکانو زده کوونکو سره خبرې کړې، چې کله ښوونځيو او پوهنتونونو ته له کوره وځي نو د خپلو خویندو په باب څه احساس کوي او خپله خویندي د خپلو وروڼو او د خپل راتلونکي په باب څه احساس کوي؟

د مزارشریف پوهنتون د اقتصاد څانګې زده کوونکي احمد یما روفي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې کله هلک خپلې جامې او کتابونه چمتو کوي او ښوونځي یا پوهنتون ته ځي نو په کور کې یې نجونه ورته یوازې د ناهیلۍ په نظر ګوري.

‎هغه وايي، ”دا یو داسې احساس دی چې بیانول یې ستونزمن دي او ښځه په خپله پرې ښه پوهیږي، خو دا زما لپاره خورا ستونزمن احساس دی او زه غواړم زما خویندو ته هغه ټول فرصتونه ورکړل شي چې هلک يې لري. “

احمد یما زیاتوي چې پخوا د نارينه او ښځو ترمنځ د مشارکت او برابرۍ احساس موجود و، خو اوس د ګناه او نيمګړتيا احساس کوي: ”د خپلو خويندو د حقونو لپاره نه شو درېدلی او د هغوی د حقونو لپاره يې تر څنګ مبارزه نه شو کولای. “

دا مهال په نړۍ کې افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له لوړو زده کړو بې برخې دي.

د نجونو پرته پرمختګ نشته

په کابل کې د افغان-ترک ښوونځي یوه ۱۷ کلنه زده کوونکې نرګس چې اوس پر کور ناسته ده، له امریکا غږ سره په خبرو کې د خپل راتلونکې په باب نهیلي وښودله: ”دا ما ته ډېر بد احساس راکوي چې کله هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي او زه نشم کولای چې ولاړه شم. باوجود د دې چې زما وړتیا او لیاقت له ځینو یا حتا تر ډېرو هلکانو ډېر وي، نو په کوم دلیل موږ نشو کولای چې مکتب ته ولاړې شو، پوهنتون ته ولاړې شو. “

نرګس د خپلې مخکینۍ دورې خاطرې یادوي چې له خپلو وروڼو او خویندو سره یوځای به ښوونځي ته تله: ”دوه کاله کېږي چې په کور کې یم، که چېرې زه مکتب ته تللاۍ نو اوس به زه په دوولسم ټولګي کې وای، ځکه زما هم-دوره هلکان اوس په دوولسم ټولګي کې دي، زه په همهغه لسم ټولګي کې پاتې یم“.

افغانستان کې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د پاچا امان الله خان په واکمنۍ کې د نجونو لپاره په کابل کې رسمي ښوونځي پیل شوي ول خو پوره یوه پېړۍ وروسته یې پرمخ تړل کېږي.

نرګس زیاتوي، چې د یوه هېواد په پرمختګ کې نجونې ډېر زیات رول لري: ”که یوه هلک زده کړې وکړي، نو دا د یوه فرد زده کړې دي، خو که یوه پېغله یا نجلۍ زده کړې وکړي، نو دا یوې ټولنې ته د بدلون په مانا دی، ځکه چې همدا پېغله هم مور ده، هم خور ده، او هم یوه مېرمن ده. اوس چې نجونې پر کور دي، نو دا زموږ پر هېواد ډېر منفي اغېز کوي، ځکه چې یوه ټولنه هم ښځو او هم سړیو ته اړتیا لري، موږ ټول پوهېږو چې دا مهال د افغانستان د نفوسو اکثریت ښځې دي، خو هغوی نه د مکتب او نه د کار اجازه لري چې همدا زموږ د هېواد پر پرمختګ ټر ټولو زیاته ناوړه اغېزه لري، نو که وګورو موږ څومره شاته ته تللي یو. په اوسني حکومت کې امنیت شته خو ازادي نشته، ازادي په دې مانا چې خپلې زده کړې یې کولای شوې، خپل حقوق یې درلودل، موږ له امنیت سره سره د نجونو لپاره زده کړې هم غواړو. “

نرګس وویل، چې د دې په ګډون د ښوونځي نورې ټولګیوالې یې نهیلۍ ځپلې دي.

د ننګرهار پوهنتون اعجاز احمد رحماني، امریکا غږ ته وویل، چې کله نجونې د هلکانو کتابونه ګوري نو ارمان کوي چې کاش دوی هم هلکان وای، ډېر د خپګان او مایوسۍ حالت دی:

”مخکې به یوې کورنۍ نه غوښتل چې خپله لور ژر واده کړي، د هغې د زده کړو او په خپلو پښو د درېدو فکر به يې کاوه، خو نوي حکومت والدینو ته دا احساس ورکړ چې نجونې بې ارزښته موجود دی، او باید واده وکړي او خپل خاوند او بچي سمبال کړي.“

‎افغان هلکانو زده کونکو غوښتنه کړې او وايي چې د افغانستان ښځې چې لومړنی حق یې تعلیم او کار دی، ورته دې زمینه برابره کړی شي او ټول حقونه دې ورکړی شي چې افغانستان د نړۍ په کچه یو پیاوړی او پرمختللی هېواد وګرځي.

په کورونو کې د زده کړو بندوبست پکار دی

د مزار شریف احمد یما روفي وايي، اوس چې دولت نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه نه ورکوي، نو هره کورنۍ بايد د مسووليت احساس وکړي او په کور کې له خپلو وروڼو، پلرونو او ميندو سره مرسته وکړي چې په کور کې زده کړو ته دوام ورکړي: ”په کورونو کې دې د انلاين زده کړو زمينه برابره کړي. له بده مرغه اوس مهال د افغان ټولنې له ۷۰ سلنې څخه زیات وګړي بې سواده دي او همدا د اجباري ودونو یو لامل دی. نو موږ څنګه تمه کولی شو چې دا ټول ودریږي. لومړۍ ټولنه باسواده کول غواړي، بیا به بدلون راځي. “

په افغانستان کې د طالبانو سرپرستې ادارې له لوري د نجونو پر تعلیم د بندیز لګولو خلاف د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ اکثریت هېوادونو سخت غبرګون ښودلی او خپله په هېواد کې دننه اکثریت سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې نه یوازې د طالبانو د دې اقدام غندنه کوي بلکې ښځې خو بیا بیا د کابل په ګډون په نورو ښارونو کې د ښوونځیو بیرته پرانیستو لپاره احتجاجي لاریونونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG