د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې خبریالان: افغانستان کې د خبریالانو خپلسري نیول زیات شوي


بې پولې خبریالانو نن د یکشنبې په ورځ جون ۱۲ (غبرګولي ۲۲) د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو خپلسري بندي کول زیات شوي او په تیره یوه میاشت کې لږ تر لږه ددې هیواد په ګوټ ګوټ کې ۱۲ خبریالان نیول شوي او زنداني شوي دي.

بې پولې خبریالانو ویلي چې ددغو خبریالانو له ډلې څخه د هیڅ یو دوسیه چې د مختلفو تورونو په اساس نیول شوي د رسنیو د سرغړونې د کمیسیون له لورې نده ارزول شوې او دغه اقدام د ډله یزو رسنیو د قانون خلاف دی.

د خبریالانو د ملاتړ دغه نړیوال سازمان دغه نیونې غندلي او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د خپلو ژمنو په عملي کولو سره د خبریالانو ساتنه وکړي او د ډلهییزو رسنیو د قانون ته درناوی وکړي.

بې پولې خبریالانو همداشان ویلي چې چې د طالبانو حکومت د رسنیو د سرغړونو کمیسیون او معلوماتو ته د لاسرسي کمیسیون جوړ کړی او "د دله ییزو رسنیو د قانون له مخې هیڅ بنسټ اجازه نلري د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون له ارزونې او نظر پرته د دوسیو په اړه او عدلي مقاماتو ته د هغې د لیږلو او پدې هکله له تصمیم نیولو دمخه خبریالان ونیسي".

خو ددغه سازمان په وینا د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون جوړیدو تر اوسه د خبریالانو په نیولو او توقیف کولو کوم اغیز ندی کړی.

له دې دمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه پلاوي (یوناما) په افغانستان د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په ځانګړې توګه د هغوی د خپلسرو نیونو په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه.

یوناما د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې په افغانستان کې د خبریالانو ځورونه او اذیت او د هغوی په وړاندې تاوتریخوالی دوام لري او طالبان باید د رسنیو ټول کارکوونکي چې ددې ډلې سره بندیان دي ازاد کړي او خپل سرسختي اقدامات پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG