د امریکا په جنوب ختیځو ایالتونو کې د هیلن له سمندري ویجاړوونکو طوفانونو وروسته لا هم ګڼ ښوونځي تړلي او لسګونه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
دغه طوفان څو اوونۍ مخکې د فلورېډا او شمالي کارولینا ایالتونو په ګډون ځینې سیمې وځپلې او میلیونونه خلک یې زیانمن کړل. چارواکي وایي د سلګونو کورونو د ویجاړولو تر څنګ، په دغه طوفان کې ۲۴۶ تنه مړه شوي هم دي.
دا له ۲۰۰۵ کال راهېسې په متحدو ایالتونو کې تر ټولو خطرناک طوفان بلل کېږي.
په ځپل شویو سیمو کې د تعلیم د برخې مسئولین وایي لا هم نه پوهېږي چې کله به په بشپړ ډول ښوونځي بېرته پرانیستل کېږي.
په ۲۰۱۹ کال کې چې په نړۍ او متحدو ایالتونو کې د کرونا وبا خپره شوه، ښوونځیو انلاین زده کړې پیل کړې، خو چارواکي وايي اوس دا کار هم ځکه ممکن نه دی، چې د طوفان له کبله په ځینو برخو کې د انټرنټ او مخابراتي شبکو فعالیتونه هم ټکني شوي دي.
په شمالي کارولینا کې د ځینو ولسوالیو مقاماتو خبرداری ورکړی دی چې شاید زده کوونکي یوه میاشت ښوونځیو ته ستانه نه شي، ځینو نورو سیمو کې بیا لا معلومه نه ده چې ښوونځي به کله بېرته پرانیستل کېږي.
د شمالي کارولینا د بانکومب ولسوالۍ کې په ښوونځیو کې د اوبو رسوونې چارې قطع شوې او دې کار هم د ښوونځیو بیا پرانیستل کېدل ستونزمن کړي.
په دغې ولسوالۍ کې ۲۲۰۰۰ زده کوونکي دي. ولسوالۍ په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي چې لا د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
یو شمېر ښوونځیو، چې د ایرکنډېشن کافي سیستم نه لري، په سخت موسم کې یا تړل شوي او یا له زده کوونکو او ښوونکیو یې غوښتي چې همدا وضعیت وزغمي.
په دې هم غوره کېږي چې ایا د اوبو رسوونې د سیستم د نه شتوالي او سیارو تشنابونو په نصب کولو سره به امکان ولري چې ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
د اشویل د سیمې د ښوونځي مسئول کورنیو ته خبر ورکړی چې هغوی په دې فکر کې دي چې په هر ښوونځي څاه وکني چې د اوبو ستونزه ونه لري.
د تینیسي د پوهنې ریاست هڅه کوي چې پوه شي د دغه سمندري طوفان له کبله څومره ښوونځي تړل شوي او زیانمن شوي څومره وخت او امکاناتو ته اړتیا لري چې بېرته پرانیستل شي.
د هیلن او میلټون د طوفانونو له کبله زرګونه کسان له خپلو کورنیو څخه بېځایه شوي، په میلیونونه خلکو برېښنا پرې شوې، ډېرې لارې ویجاړې شوې او چارواکي لا هم هڅه کوي چې ښوونځي بېرته پرانیزي.
فورم \ دبحث خونه