د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین: عمران خان ناسمه لجهه اوري خو ناسم کارونه نه گوري


"دا د حاکميت او محکوميت انتها ده چې یو سړې غلط کار کوي هغه څوک نه گوري، بل چې يې غلط عمل په الفاظو بیانوي بیا گنهکاريږي."

دا څرگندونې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين امريکا غږ ته د عمران خان د وینا په غبرګون کې کړیدي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په قبايلي سیمه کې یوې ولسي غونډې ته په وېنا کې ویلي و چې د پي ټي اېم غوښتنې سمې خو لهجه يې ناسمه ده.

د پاکستان صدراعظم ويلي پي ټي ايم د پوځ پرضد خلک تحريکوي چې دا ډول نعرې ملک او قبايلي سیمې ته گټه نه رسوي.

خو د پي ټي اېم مشر د څو پاکستاني جنرالانو نومونه یاد کړل چې پخپلو ليکنو کې يې د ترهگرو سره لاس لرل منلې.

منظور پښتين د عمران خان ددی خبرې په غبرگون کې وویل: مونږ نه پوهيږو چې سمه لهجه به څه وي؟ عمران خان ناسمه لهجه اوري خوناسم کارونه نه گوري ، حکومت دی د پي ټي ايم غوښتنې ومني ترڅو يې ناسمه لهجه سمه شي."

د پي ټي ايم مشر وويل که د پښتنو په خاوره همداسې زياتې روان وي د دوې لهجه به نوره هم تونده شي.

منظور پښتين سره د امريکا غږ بشپړه مرکه دلته اوريدلې شئ:

د منطور پښتین مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:00 0:00

XS
SM
MD
LG