د لاس رسي وړ اتصالات

کډواله افغانه انځورګره وايي خپل هېواد ته د ستنېدو هیله لري


پاکستان ته کډواله شوې افغانه انځورګره مریم کوثري وايي هیله لري په افغانستان کې د نجونو حقونه خوندي شي او بیرته خپل هېواد ته ستنه شي.

دا افغانه پېغله چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تللې وايي، لویدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ هوډ نلري.

مریم وايي، د خپل هنر او زده کړې د دوام دپاره یې پاکستان ته له کډې کولو پرته بله چاره نلرله.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې له بیاواکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تللو څخه منع کړې او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې یې د پوهنتونونو دروازې هم تر "امر ثاني" پورې د نجونو پر مخ وتړلې.

مريم وايي، په کابل کې یې د ښوونځي تر څنګ د انځورګرۍ په کورسونو کې ګډون کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته نه یوازې د نورو زرګونو افغانو نجونو په څېر ښوونځي ته له تللو محرومه شوه بلکې د انځورګرۍ نړۍ يې هم ويجاړه کړاى شوه

هغې امریکا غږ ته وویل: "افغانستان د اوسیدو ځاى نه و ځکه چې کله ما د نقاشۍ توکي اخيستل، د طالبانو لخوا د بد چلند سره مخ کيدم، هغوی به ويل چې تاسو په دې انځوورونو څه کوئ، دا خو حرام دي."

مريم وايي څلور وروڼه او خویندې یې هم له انځورګرۍ سره مینه لري.
مريم وايي څلور وروڼه او خویندې یې هم له انځورګرۍ سره مینه لري.

مريم وايي کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده. دا وايي هیله لري چې د خپل هنر په مرسته وکړای شي چې د خپل او څلورو وروڼو او خویندو د زده کړو او ژوند لګښتونه پوره کړای شي.

هغه وايي: "زمونږ موخې لوړې دي خو له هر څه بې برخې يو. له اقتصادي ستونزو سره مخ يو، د انځورګرۍ کار اسان نه دى موږ ملاتړ ته اړتيا لرو، زده کړې مو نيمګړې پاتې دي او د اقتصادي ستونزو له کبله مونږ خپلې زده کړې هم سر ته نشو رسولى."

د مريم خور خديجه وايي، خپلو په نیمه کې پاتې زده کړو ته خواشينې ده. دا زیاتوي: "اوس هم که زه په کډوالۍ کې خپګان وکړم نو له هر څه شاته پاتې کيږم. غواړم خپل خپګان نه د قلم له لارې کار واخلم او د رنګونو د مثبتې انګيزې له لارې خپل اثار نړۍ ته معرفي کړم."

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG