د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د شهید اوونۍ مراسم جوړ نشول


نن د وږې اتلسمه، په افغانستان کې د شهید اوونۍ او د جهادي مشر احمد شاه مسعود د شهادت شلمه کلیزه ده خو دا ورځ د نورو کلونو برعکس ونه لمانځل شوه.

د تیرو شلو کلونو راهیسې به دا ورځ هر کال د افغانستان د یو شمیر مشرانو له خوا په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیده او په هیواد کې به عمومي رخصتي‌ وه.

د مسعود یو شمیر پلویانو به د غونډو او موټرونو د کاروانونو په جوړولو سره دا ورځ لمانځله.

خو پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو له امله د شهید اوونۍ او د احمد شاه مسعود د تلین لپاره نن په کابل کې ځانګړي مراسم جوړ نشول.

هر کال به د امریکا سفارت مخ ته د مقاومت د څلي خوا ته د چارواکو له خوا د ګلانو ګیډۍ ایښودل کیدې خو نن په سیمه کې یوازې د طالبانو ځانګړي ځواکونه لیدل کیدل.

پر کابل سربیره په پنجشیر ولایت کې به هم د احمد شاه مسعود د یادونې لپاره د هغه پر قبر د ځانګړو مراسمو بندوبست کیده.

مسعود له نن څخه شل کاله وړانډې د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین کې په یو تروریستي برید کې ووژل شول.

د مقاومت د جبهې د هغه وخت د مشر احمد شاه مسعود د وژل کیدو درې ورځې وروسته القاعده د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په یوولسمه پر امریکا تروریستي بریدونه وکړل چې له امله یې کابو ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

له دغو بریدونو څو اونۍ وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالو اتیلافي ځواکونو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ چې په ترڅ کې یې د طالبانو رژیم ړنګ شو.

خو سږکال نړۍ د سپټمبر یوولسمه په داسې حال کې نمانځي چې طالبان بیا په افغانستان واکمن شوي ‌او تازه یې خپله موقته کابینه هم اعلان کړېده.

XS
SM
MD
LG