د پاکستان د ټیسټ کرکټ ملي ټیم کپتان شان مسعود وايي پاکستان به دده او بابر اعظم د ښه توپ وهنې په مټ انګلنډ ته په راتلونکي سیریز کې ماتې ورکړي او د خپلو شکستونو لړۍ به پای ته ورسوي.
د پاکستان په کوربه توب د دواړو خواوو ترمنځ د درې ټیست لوبو لړۍ راتلونکې اونۍ پیل کیږي.
پاکستان د ۲۰۲۱ راهیسې په کور دننه ۱۰ ټیسټ لوبې کړي او ټولې یې بایللي دي. وروستۍ دوه لوبې یې ددې میاشتې په پیل کې بنګله دېش ته وبایللې. پاکستان ددې کال په پیل کې د استرالیا په خلاف سیریز ۳-۰ وبایله.
شان مسعود دوشنبې سپتمبر ۳۰ (تلې نهمه) په کراچۍ کې یوې خبرې غونډې ته وویل: "دا د منلو وړ نده چې پاکستان په دومره اوږده موده کې په کور دننه هیڅ سیالي ونه ګټي او موږ ددې کار مسئولیت په غاړه اخلو. د یو کرکټ کوونکي ملت په توګه موږ ټول له دې کبله دردېدلي یو."
شان مسعود ډاډ څرګند کړ چې که څه هم بابر اعظم له بنګله دېش سره په وروستۍ لوبه کې یوازې ۶۴ منډې وکړې خو هغه به ژر خپل ترټولو غوره وضعیت ته ستون شي.
مسعود وویل: "موږ ټول پوهیږو چې بابر د نړۍ یو غوره توپ وهونکی دی. که څه هم ډیرې منډې یې ندي کړي خو ښه خبره دا ده چې هغه په ښه وضعیت کې دی او موږ یې باید ملاتړ وکړ."
بابر اعظم د ۲۰۲۲ د ډسمبر راهیسې د ټیسټ لوبو په ۱۶ پاڼیو کې، په یوې پاڼۍ کې له ۵۰ ډیرې منډې ندي کړي.
ټاکل شوې چې د انګلنډ لوبډله د اکتوبر په دوهمه پاکستان ته ورسیږي او لومړنۍ ټیسټ لوبه پنځه ورځې وروسته په ملتان کې پیل کړي.
د دواړو خواوو ترمنخ دوهمه ټیسټ لوبه هم په ملتان کې ده چې د اکتوبر په ۱۵مه پیل کیږي او وروستۍ لوبه یې د اکتوبر په ۲۴مه په راولپنډۍ کې ترسره کیږي.
مسعود وویل: "زه تاسو ته ډاډ درکوم چې ټول تیار دي چې په دې لړۍ کې وځلیږي او پاکستان سم لورې ته وخوځوي."
انګلنډ له پاکستان څخه په ۲۰۲۲ کې سیریز ۳-۰ ګټلی و.
شان مسعود وویل: "زه پر ځان باندې فشار مثبت بولم. ځکه چې د هېواد [د لوبډلې] مشري کول که څه هم یو ویاړ دی خو تر څنګ یې مسئولیت هم لري. که نتیجه ښه وي، نو زه به خدمت کوم، که نه، سزا به وینم. زه له ننګونو نه تښتم او راتلونکی سیریز هم خورا ننګوونکی دی."
فورم \ دبحث خونه