د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش د کرکټ د ټست په لوبه کې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته ماتې ورکړه


د بنګله دېش د کرکټ لوبډلې د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ (سنبله څلورمه) د پاکستان د کرکټ لوبډلې ته د ټست (پنځه ورځنۍ) لوبې کې د لسو ویکټو په توپیر لویه ماتې ورکړه.

دا لوبه د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې وشوه.

د کرکټ په پنځه ورځنۍ لوبې کې هره لوبډله دوې پاڼۍ کوي. د پاکستان لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د سعود شکیل د ۱۴۱ او محمد رضوان د ۱۷۱ منډو په واسطه ۴۴۸ منډې وکړې او خپله لومړۍ پاڼۍ یې ختمه کړه.

بنګله دېش د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ په ځواب کې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۵۶۵ منډې وکړې او په پاکستان باندې ۱۱۷ منډې مخکې شو.

مشفق الرحیم ۱۹۱ او شادمن اسلام ۹۳ منډې وکړې.

پاکستان په خپلې دویمې پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۴۶ منډې وکړې. په دې ترتیب د لوبې په پنځمه ورځ بنګله دېش ته ۳۰ منډې د ګټې هدف وټاکل شو؛ ځکه چې بنګله دېش په لومړۍ پاڼۍ کې له پاکستان څخه ۱۱۷ منډې زیاتې کړې وې.

بنګله دېش د ۳۰ منډو دا کم هدف په اسانه پوره کړ او یو لوبغاړی یې هم ونه سوځېده. بنګله دېش پاکستان ته د لسو لوبغاړو په توپیر ماتې ورکړه.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس، دا له ۲۰۱۵ کال راهېسې د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ ۱۴مه پنځه ورځنۍ لوبه وه چې بنګله دېش په لومړي ځل وګټله. دولس نورې لوبې پاکستان ګټلې او یوه یې مساوي شوې وه.

د دغې ټست لوبې غوره لوبغاړی د بنګله دېش مشفق الرحیم شو چې ۱۹۱ منډې یې کړې وې. د بنګله دېش لوبډله پاکستان ته تللې ده او د دوی ترمنځ دویمه پنځه ورځنۍ لوبه د اګست په ۳۰مه پیل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG