د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د ډله ییز قبر د پیدا کېدو ادعا؛ ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه کړې


په کندهار کې د طالبانو حکومت سیمه ییز مسؤلین د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو ډله ییز قبر پیدا کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نور احمد سعید نن دوشنبه سپټمبر ۲۶ (تلې څلورمه) امریکا غږ ته وویل چې دغه ډله ییز قبر درې ورځې مخکې د سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوی دی.

ښاغلي سعید زیاته کړه چې په دغه ډله ییز قبر کې د ۱۲ کسانو جسدونه موندل شوي دي هغه وویل: "د ۱۲تنو جسدونه بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کي پیدا شوي، ۹ کاله مخکي دغه وژل شوي کسان د جنرال رازق له خوا له خپلو کورونو او دوکانو وړل شوي او بیا بې محاکمې وژل شوې دي."

خو تر دا مهاله د طالبانو د کندهار د ولایتي چارواکو دا ادعا چې دا کسان د جنرال عبدالرازق له خوا وژل شوي په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې او نه هم د جنرال عبدالرازق د کورنۍ غړو چې د افغانستان څخه بهر ژوند کوي ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

جنرال عبدالرازق په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اکتوبر پر ۱۸مه د کندهار د ولایت مقام کې د طالبانو د نفوذي کس په برید کې وژل شوی و.

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ډله ییز قبر پیدا کېدو په اړه د راپورنو خپرېدو سره هم مهاله ملګرو ملتونو په دې اړه پر څېړنو ټينګار کړی دی.

د بشري حقونو څار کمېسیون د آسیا ځانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد ډله ییز قبرونه باید خوندي وساتل شي او د ځانګړو متخصیصنو لخوا دې وڅېړل شي.

نوموړې زیاته کړې: "د قبرونو د ځایونو پیدا کېدل د دې سبب کیږي چې مقامات د غچ اخیستونو اقداماتو مخه ونیسي. څنګه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون د حساب ورکونې ملاتړ لپاره پر لارو چارو بحث کوي، دا مهمه ده چې ټول ادعا شوي جرمونه د پروسې د یوې برخې په توګه وڅېړل شي چې د نړیوالو معیارونو سره سم عدالت ته لار هواره شي."

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت د مقاماتو څخه غوښتي چې د طب عدلي معیناتو لپاره دې د مړو پاتې شونو باندې لاس نه وهي.

هغه ویلي چې موندل شوي جسدونه باید طب عدلي ته وړاندې او هلته د ځانګړو متخصصینو لخوا وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې دي چې د نړیوالو بنسټونو او شواهدو له مخې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو پر مهال د بېلابېلو رژیمونو او وسله والو ډلو لخوا ګڼ شمېر افغانان له محاکمې پرته په ډله ییز ډول وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG