د لاس رسي وړ اتصالات

په لیبیا کې د ۵۰ کډوالو دوه ډله ایز قبرونه موندل شوي


په لیبیا کې د ډله ایزو قبرونو موندل نوې خبره نه ده
په لیبیا کې د ډله ایزو قبرونو موندل نوې خبره نه ده

په لیبیا کې مقاماتو د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې په یوې صحرا کې دوه ډله ایز قبرونه موندلي، چې په کې د کډوالو او پناه غوښتونکو ۵۰ مړي ښخ دي.

دا هغه کسان دي چې د افریقا په خطرناکې لارې یې اروپا ته د تګ هڅه کوله.

مقامات وايي یو ډله ایز قبر یې د جمعې په ورځ د «کفره» په سیمه کې په یو فارم کې موندلی چې لږ تر لږه ۱۹ مړي په کې پراته دي او یو بل قبر یې هغه وخت ومونده، چې د بشري حقونو قاچاق کوونکي یې له سیمې څخه وشړل.

چارواکو نن یکشنبه فبروري نهه (سلواغه۲۱) وویل چې په دویم قبر کې ۳۰ مړي موندل شوي، خو ژغورل شوي‌ کسان ادعا کوي،‌ چې دغلته ۷۰ کسان ښخ کړل شوي دي.

په کفره کې د امنیت د څانګې مشر محمد الفضیلي وویل چې مسئولین لا هم سیمه پلټي.

مقاماتو په خپل فیسبوک کې تصویرونه خپاره کړي چې پولیس افسران او طبعي کارکوونکي په کې ښکاري چې ځمکه کیني او اېستل شوي مړي په کمپلونو کې نغاړل شوي.

د «العبرین» خیریه موسسه چې په سیه کې له کډوالو سره مرسته کوي وايي چې ځینې کسان په مرمیو وېشتل شوي او بیا دغه ډله ایز قبر کې ښځ کړل شوي دي.

په لیبیا کې د ډله ایزو قبرونو موندل کومه نوې خبره نه ده، تېرکال هم مقاماتو د مرکز طرابلس په جنوب د شیریف په سیمه کې د ۶۵ پناه غوښتونکو یوه ډله ایز قبر ومونده. لیبیا اروپا ته تلونکي د افریقا او منځني ختیځ د پناه غوښتونکو او کډالو لاره بلل کېږي.

په لیبیا کې په ۲۰۰۱ کال کې د ناټو په ملاتړ په یو پاڅون کې د معمر القذافي حکومت ړنګ او هغه ووژل شو. اوس د دغه هېواد په ختیځ کې یوه ډله او په لویدیځ کې بله ډله واکمنه ده او د هرې ډلې تر شاه ملېشې او بهرني حکومتونه ولاړ دي.

د انسانانو قاچاق کوونکي په ده هېواد کې له بې ثباتۍ څخه ګټه اخلي او خلک اروپا ته قاچاق کوي. د بشري حقونو سازمانونو اوملګرو ملتونو په لیبیا کې له کډوالو سره د سیستماتیکې ځورونې، جبري کار، وهلو اوټکولو، جنسي تېری، شکنې او دا ډول نورو پېښې مستندې کړي، چې په کې له لیبیا څخه د کډوالو پرېښودو لپاره د هغوی د کورنیو څخه د پېسو غوښتنې هم شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG