د لاس رسي وړ اتصالات

مک کال: په بشپړ توان سره به د طالبانو د رسمیت پيژندلو پر وړاندې مخالفت وکړم


د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، مایکل مک کال
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، مایکل مک کال

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، مایکل مک کال، د القاعدې ډلې په ځپلو کې د طالبانو د ونډې په اړه د ولسمشر جوبایډن څرګندونې په بشپړه توګه له حقیقته لرې وبللې او هغه یې "د طالبانو د سپینولو" او هان د دې ډلې د رسمیت پيژندلو په توګه تعبیر کړی دی.

ښاغلي مک کال د پنجشنبې په ورځ د جولای په شپږمه (چنګاښ ۱۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: "د ولسمشر بایډن څرګندونې یوازې د طالبانو او القاعدې ډلې تر منځ د اوږدمهاله اړیکو د سپینولو د یوې هڅې په توګه تعبیر کیدای شي، هان کیدای شي د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رسمیت پيژندلو لپاره د متحدو ایالتونو د هڅولو، هڅه وي. دا هغه څه دي چې زه به په خپل بشپړ توان ور سره مخالفت وکړم."

ولسمشر بایډن د تېرې جمعې په ورځ وویل: "په یاد مو دي چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟، ما ویلي وو چې القاعده به هلته نه وي، ما ویلي وو چې دوی به هلته نه وي، ما ویلي وو چې طالبان به له مونږ سره مرسته وکړي. اوس څه کیږي؟ څه تیریږي؟ خپل مطبوعات ولولئ. زه په حقه وم."

بایډن دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او بایډن د ادارې نیمګړتیاوې یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ګډوډۍ ډکو وتلو اصلي لاملونه بللي دي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر د القاعدې شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري وژل کیدو ته په اشارې سره وویل: "دا په بشپړه توګه له حقیقته لرې ده چې ولسمشر بایډن ادعا کوي چې القاعده نور په افغانستان کې فعال نه دي او یا دا چې طالبان په سیمه کې زموږ د ملي امنیت ملګري شوي دي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پییر د تېرې جمعې په ورځ د ولسمشر بایډن د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل چې هغه باید د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی اېښی وای او هم په ترهګرۍ باندې څار ولري.

نوموړې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهرې وژلو په اشارې سره وویل: "موږ په سیمه کې له هر ډول نظامي حضور پرته د القاعده مشر ختم کړ. "

یو امریکايي مقام،‌ چې نغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې د جو بایډن د خبرو اشاره د ترهګرۍ په ضد جګړې کې د طالبانو "مرستې" او په افغانستان کې د طالبانو له لوري د داعش-خراسان ډلې د یو مشر وژلو ته وه.

د راپورونو په اساس، د داعش-خراسان ډلې دغه مشر له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په مهال هوايي ډګر ته نژدې د شوي ځانمرګي برید طراح و. په دغه برید کې د ۱۳ امریکایي عسکرو په ګډون شاوخوا ۱۶۰ افغانان وژل شوي وو.

مک کال وايي، ملګري ملتونه او د امریکا جګپوړي جنرالان په منظمه توګه د القاعدې د مخ پر ودې وړتیاو په اړه راپور ورکوي، چې نه یوازې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، بلکې د طالبانو لخوا ور سره مالي مرستې او امنیتي همکارۍ کېږي.

مک کال په افغانستان کې د هغو ترهګرو ډلو د شتون په اړه چې سیمې ته ګواښ پېښوي، د ولسمشر بایډن څرګندونې د ملګرو ملتونو له راپور سره په تضاد کې وبللې.

ملګرو ملتونو د روان کال په لومړیو کې په یو راپور کې افغانستان د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا لپاره د تروریستي ګواښونو اصلي سرچینه بللې وه. راپور وايي، "د القاعدې او طالبانو تر منځ اړیکې لا هم نږدې دي."

خو د بایډن ادارې د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د واشنګټن وړتیا ته په اشارې سره ټینګار کوي چې په افغانستان کې القاعده د امریکا ته ګواښ نه دی.

یو امریکايي چارواکي ویلي، چې د القاعده ډله د امریکا حکومت تر څارنې لاندې ده "تر څو له افغانستانه بهر د امریکا او د ګټو پر ضد د بریدونو توان ونه لري."

XS
SM
MD
LG