د لاس رسي وړ اتصالات

میګن د برتانیا شاهي کورنۍ په نژادي‌ تبعیض تورنه کړه 


میګن او مېړه یې ویلیم
میګن او مېړه یې ویلیم

د برتانیا د شهزاده ویلیم هاري ښځې میګن د بریتانیا شاهي کورنۍ په نژادي‌ توپیر او تبعیضي چلند تورنه کړه.

میګن په ۲۰۱۸ کې د برتانیا له شهزاده هاري سره واده وکړ او اوس یو زوی لري.

هغې د یکشنبې په ماښام مارچ ۷ (کب ۱۷) د سي بي اس تلویزون سره په یوې مرکې کې وویل چې یو کلن زوی یې ارچي ته ځکه دبرتانیا د شهزاده لقب او ویاړ ورنکړل شو چې د «هغه تر زېږېدو مخکې په شاهي کورنۍ کې دا بحثونه کېدل چې دا ماشوم به څومره تور وي.»

د میګن مور افریقايي-امریکايۍ او پلار یې سپین پوستی امریکايي دی.

هغې په دغې مرکې کې وویل چې په شاهي کورنۍ کې د ژوند پر مهال داسې یو حد ته رسېدلې وه چې ځان ووژني.‌ وايي په شاهي کورنۍ کې یې د مرستې ډېرې غوښتنې یې وکړې خو هېچا یې غږ وا نه اورېده.

میګن او مېړه یې ونه ویل چې د دوی د زوی د پوټکي او رنګ په اړه چا دا څرګندونې کړې وې.‌ خو د سي بي اس مرکه کوونکې وروسته بیاوویل چې ملکه ایلیزابیت او مېړه یې داسې کومه اندېښنه ښودلې نه وه.

د میګن میړه شهزاده ویلیم هاري‌ وايي‌ چې یو مهال یې پلار شهزاده چارلس چې د برتانیا د تخت وارث دی، هغه پرېښی و او آن تیلیفون ته یې هم ځواب نه وایه.

دا مرکه د دوشنبې په سهار په برتانیا کې خپره شوه او د «بکېنګهم ماڼۍ» چې شاهي ‌کورنۍ په کې ژوند کوي، لا د دغې مرکې په اړه څه نه دي ‌ویلي.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د داسې یوې مرکې وړاندوینه کېدله. په ۱۹۹۵ کې د شهزاده هاري مور ډیانا د خپل مېړه سره د خپل ناکامه ژوند او واده په اړه هم معلومات ورکړي‌ وو چې د خلکو په نظر کې د شاهي‌ کورنۍ حیثیت او دریځ زیانمن کړل شوي‌ ‌وو.

میګن د شاهي کورنۍ ځينې غړي چې نومونه یې وانخیستل، بې رحمه تورن کړي‌ چې نژادپرستانه څرګندونې کوي. هغې همدغه راز د خپل لیور ښځه هم تورنه کړه چې یو ځل یې تر واده مخکې په ژړا کړې وه.

میګن او مېړه یې ویلیم هاري په خپلو خبرو کې په مستقیم ډول د ۹۴ کلنې ملکې الیزابیت په اړه کومه خبره ونکړه.

میګن او هاري تېرکال پرېکړه وکړه چې د بریتانیا د شاهي‌ کورنۍ له حیثیت او ویاړ څخه تېر دي‌ او غواړي‌په مالي لحاظ په خپلو پښو ودریږي.

دوی وویل چې غواړي‌ په امریکا او برتیا کې ژوند وکړي.‌ میګن امریکنۍ ده.

XS
SM
MD
LG