د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان یو ځل بیا افغانستان کې د موقت حکومت وړاندیز کړی


د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د افغان سولې بهیر به هغه مهال بریالی شي چې په افغانستان کې یو بې طرفه موقت حکومت شتون ولري.

د ایکسپرېس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له‌مخې عمران دغه څرګندوني پرون دوشنبه د «وري پر ۵مه»په اسلام اباد کې خبریالانو ته د وینا پر مهال کړي دي.

نوموړي ویلي:"د افغانستان د سولې بهیر به هغه مهال بریالی شي، چې په دغه هېواد «افغانستان»کې یو بې طرفه موقت حکومت واي، چې دا حکومت ازادې شفافې ټاکنې چې ټولې ښکېلې خواوې پکې برخه ولري تر سره کړي وای."

عمران خان ویلي، دا چې د یو موقت حکومت جوړېدل او ازادې ټاکنې به څومره وخت ونیسي څه نشي ویلی. د ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې عمران خان ویلي،افغان حکومت د سولې په بهیر کې یو خنډ و.

هغه ویلي:"افغان حکومت د سولې په بهیر کې یو خنډ و، په دې چې له دغه حکومت سره یې د طالبانو پر خبرو ټینګار کاوه."

همدا شان عمران دا تائید کړې چې له طالبانو سره یې ترتیب شوې غونډه د افغان حکومت د مخالفت له امله لغوه کړې.

عمران خان: د افغان حکومت د مخالفت له امله له طالبانو سزه زما غونډه لغوه شوه
عمران خان: د افغان حکومت د مخالفت له امله له طالبانو سزه زما غونډه لغوه شوه

د پاکستان بلې مشهورې ورځپاڼې ډان هم له طالبانو سره د عمران خان د غونډې د لغوه کېدو خبر خپور کړی دی. وايي عمران خان دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په آسلام اباد کې خبریالانو ته کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېر کال په سلواغې میاشت کې پاکستان ته د خپلو استازو د سفر خبر ورکړ.

طالبانو ویلي و چې د دوی د قطر دفتر یو پلاوی به د پاکستان په بلنه په اسلام آباد کې د پاکستان له صدراعظم او امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

سرچینه: طالبانو پاکستان ته خپل سفر لغوه کړ

غني: طالبان او پاکستان باید یو بله سره خپلې اړیکې روښانه کړي

طالبان وايي په اسلام آباد کې له عمران خان او خلیلزاد سره ویني

افغان حکومت هغه مهال پاکستان ته د طالب استازو له تګ سره سخت مخالفت وکړ چې وروسته طالبانو هم د یو لړ ناڅرګندو دلایلو له‌مخې پاکستان ته د خپل پلاوي د سفر د لغوه کېدو خبر ورکړ.

نوموړي ویلي، دی داګڼي چې امریکا د سولې په بهیر کې د پاکستان د حکومت د رول ستاینه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د تېرې کب میاشتې پر ۲۴مه هم په باجوړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د یو نوي حکومت د تشکیل خبرداری ورکړی و.

هغه ویلي و:"په افغانستان کې به یو ښه حکومت رامنځته شي، داسي یو حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي، جګړه پای ته رسېږي، او په هغه ځای«افغانستان کې» سوله رامنځته کېږي."

که څه هم افغان حکومت تر دامهاله د عمران خان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د هغه تېرو څرګندونو ته یې په سخت غبرګون ښودلو سره د نوموړي څرګندونې د افغانستان په چارو کې بربنډه مداخله بللې وه.

عمران خان افغانستان کې د یو نوي حکومت رامنځته کېدو خبر ورکړ

د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو څرگندونې مداخله ده؟

افغان حکومت د عمران خان پر څرګندونو سخت اعتراض کړی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره کب میاشت د عمران د څرګندونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان شارزدافیر احضار کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي هغه مهال امریکا غږ ته ویلي و:"پرته له شک څخه دا د افغانستان په کورنیو چارو کې یوه بربنډه لاس وهنه ده، نن موږ د پاکستان د سفارت شاردافیر د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتی وو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض مو ورته څرګند کړ، پرته شک څخه دا د یوې بربنډې مداخلې نمونه ده".

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه کاندید محمد حنیف اتمر هم په بلخ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي و چې د جوزا میاشتې له لوموړۍ نېټې د ملي یووالي حکومت مشروعیت نه‌لري.

حنیف اتمر که څه هم د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته چې د ولسمشر قانوني دوره پای ته رسېږي، په دغه موده کې دي د واک د تشې ډکولو په هدف یو موقت حکومت رامنځته شي.

پر همدې مهال د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي پر خپل توېټر پاڼه لیکلي چې «لنډمهالی دولت د ګاونډي ساز ته ګډېدل دي»

خو د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید محمد حنیف اتمر نن سې شنبه په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د عمران څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله بللې ده.

هغه پر خپل ټوېټر ویلي: عمران خان ته نسبت شوي وروستۍ څرګندونۍ، دا د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله ده.

​​

XS
SM
MD
LG