د لاس رسي وړ اتصالات

افریقا کې د کښتۍ چپه کیدو پیښه کې څه باندې ۴۰ پاکستانیان مړه شوي


د کډوالو یوه کښتۍ چې کنري ټاپوګانو ته روانه ده.
د کډوالو یوه کښتۍ چې کنري ټاپوګانو ته روانه ده.

د لویدیځې افریقا په اوبو کې د کډوالو یوې کښتۍ چپه کیدو په پیښې کې چې د هسپانیې کنري ټاپوګانو ته روانه وه، ۵۰ تنه ډوب شوي او ګمان کیږي چې څه باندې ۴۰ به یې پاکستاني اتباع وي.

د پاکستان جمهور رئيس آصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف په جلا جلا اعلامیو کې پدې پیښې خفګان څرګند کړی او د انساني قاچاقبرانو په خلاف د مبارزې غوښتنه یې کړې.

په هسپانیې کې د کډوالو یوې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې ۸۰ تنه سپاره و او د کنري ټاپوګانو ته روان و چې په لار کې یې کښتۍ په بل مخ واوښته. دې ادارې ویلي چې په ډوبو شویو کې ۴۴ یې پاکستاني اتباع و خو دا یې ندي ویلي چې پاتې نور یې څوک و.

د کډوالو دې ادارې همدارنګه ویلي چې د کډوالو دې کښتۍ د روانې جنوري میاشتې په دویمې نیټې مزل پیل کړی و.

په کښتۍ کې ټول پاکستاني مسافر د پنجاب ولایت اوسیدونکي دي. د کډوالو یو شمیر خپلوانو ویلي چې په کښتۍ کې ژوندیو پاتې شویو کسانو د څو اوونیو وروسته ورسره اړیکې نیولي دي.

د پنجاب ولایت د ګجرات په ولسوالۍ کې د احسن شهزاد په نامه یو تن چې زوی یې پدې کښتۍ کې ډوب شوی، د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې زوی یې څو ورځې وړاندې په ټیلیفون کې یو غږیز پیغام پریښی و او ویلي یې و چې په کښتې کې تر اندازې زیات کسان ځای پر ځای شوي و.

میلونونه وګړي د نړۍ له بیلا بیلو هیوادونو هر کال کوښښ کوي چې ځانونه په غیر قانوني توګه اروپایي هیوادونو ته ورسوي. د اروپایي اتحادیې د فرانټیکس په نامه یوې سرحدي ادارې ویلي چې تیر کال دې لویې وچې ته ۲۴۰ زره کډوال په غیر قانوني توګه ورغلي دي.

دې ادارې همدارنګه ویلي چې تیر کال د شمال لویدیځې افریقا څخه څه د پاسه ۵۰ زرو کډوالو د هسپانیې کنري ټاپوګانو ته ځانونه رسولي دي چې ۱۷۸ یې پاکستاني اتباع دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG