د اسپانیا پولیسو د یکشنبې په ورځ، ډسمبر ۲۹ (مرغومي نهمه) وویل اوه تنه انساني قاچاقبران یې نیولي دي چې د پناه غوښتونکو کډوالو په وژلو تورن دي.
پر دغو قاچاقبرانو تور لګېدلی چې په نومبر میاشت کې د قناري ټاپوګانو په لور د افریقا له سمندر څخه د تېرېدو پر مهال یې څلور تنه پناه غوښتونکي وژلي دي.
پولیسو ویلي چې نیول شوي کسان د هغې کښتۍ چلوونکي دي چې پکې ۲۰۷ تنه پناه غوښتونکي سپاره و او د نومبر په درېیمه د ایل هیرو په ټاپو کې تم شوي و.
پولیسو وروسته له هغې د دې قضیې په اړه تحقیقات پیل کړل چې د پیښې عیني شاهدانو د خپل سفر په اړه چې دوی ویروونکی بللی دی شاهدي ورکړه.
د انساني قاچاق په دې پېښه کې درېیو قاچاقبرانو چې په کښتۍ کې یې د نظم د ساتنې مسولیت درلود یو شمیر پناه غوښتونکي وهلي او ډبولي دي.
پولیسو وویل: "یو مسافر چې ښايي د سخت سفر له امله اغیزمن شوی و بې هوښه شو او له همدې امله قاچاقبرانو د هغه په وهلو لاس پورې کړ او وروسته یې هغه کسان هم ووهل چې د هغه د دفاع لپاره یې مداخله وکړه."
پولیسو زیاته کړه چې دغو قاچاقبرانو د نورو د ډارولو لپاره څلور کسان ووژل. چارواکو وویل چې د درېیو وژل شويو پناه غوښتونکو هویت معلوم شوی او په اړه یې کورنیو ته خبر ورکړل شوی دی. د دوی په وینا یو بل کس چې په چاړه یې ټټر ټپي شوی و روغتون ته لېږدول شوی دی.
اکثره پناه غوښتونکي د اسپانیا، یونان او ایټالیا له لارې د اروپا اتحادیې نورو هېوادونو ته د دننه کېدو هڅه کوي.
په وروستیو کلونو کې د هغو پناه غوښتونکو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی چې په قاچاقي توګه د قناري جزیرې له لارې اروپا ته ځي.
د (Caminando Fronteras) د بشري حقونو د سازمان د وروستي راپور په اساس چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو په ۲۰۲۴ عیسوي کال کې څه باندې ۱۰ زره او ۴۰۰ کډوال چې د جنګ، ځورونې او فقر له امله یې غوښتل اسپانیا ته لاړ شي په سمندر کې ډوب شوي او یا تري تم شوي دي.
فورم \ دبحث خونه