د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرو څو میاشتو د اختلافاتو نه وروسته د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دندې نه لیرې کړ او د هغه په ځاې یې د سي آی اې مشر مایک پومپیو د بهرنو چارو وزیر اعلان کړ.
د امریکا د تحقیقاتي ادارې سي آی مشر مایک پومپیو ٥۴ کلن دی او یو پخوانې پوځي دی. ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې مایک پومپیو د بهرنو چارو نوی وزیر ټاکلی دی چې د شمالي کوریا په مسله بحثونه گرم دي.
د مایک پومپېو په هکله ځیني خلک دا نظر لري چې هغه د ټرمپ د وفادارو ملگرو سخه یو دی او پدې وجه ټرمپ هغه ته زیات نژدی دی.
ولسمشر ټرمپ د ریکس ټیلرسن د کاره د لیرې کولو نه وروسته په سپینې ماڼۍ کې وویل چې ښاغلی پومپیو یو ډیر قابل کس دی او زښته زیاته انرژي لري. هغه دا هم وویل چې مایک پومپیو به د بهرنو چارو یو ډیر قوي وزیر وي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا د ولسمشر او د پخواني بهرنو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن ترمنځ د تعلقاتو د خرابیدو په اړه ځینې رپورټونه خپاره شوي و او حتی داسي هم ویل شوي و چې ریکس ټیلرسن ښاغلي ټرمپ ته بد رد ویلي و.
سي این این د یو کارپوه له قوله لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د بهرنو چارو د وزارت لپاره د تیرو څو میاشتو راهیسې پومپېو په نظر کې و.
ښاغلی پومپیو د نظامي اکاډمۍ او هارورډ پوهنتون نه فارغ شویدی او د کنساس د ایالت نه دری ځله د کانگرس لپاره منتخب شویدی.
د بهرنۍ پالیسۍ په اړه د پومپېو پخوانې دریځ
مایک پومپیو د شمالي کوریا په اړه د ولسمشر ټرمپ دریځ ستایلی دی او د ټرمپ د شمالي کوریا د مشر سره د ملاقات د اعلان نه وروسته یې وویل چې دا لمړنې ځل دی چې د شمالي کوریا اقتصاد دومره خراب شویدی او هغوي خبرو ته اړ شویدي.
مایک پومپېو د پخواني ولسمشر براک اوبامه په دورې کې د ایران په هکله د امریکا په پالیسۍ سخت انتقادونه کړي و.
د ایران سره د اتومي وسلو په سر تړون یوه داسې موضوع ده چې ولسمشر ټرمپ او ټیلرسن پرې اختلاف لرلو. ښاغلي ټیلرسن غوښتل چې ولسمشر ټرمپ د ایران سره اتومي موافقې ته دوام ورکړي او دغه موافقه د اتومي وسلو د مخنیوي یوه ښه لاره ده.
د پاکستان په هکله د ښاغلي پومپیو د دریځ په اړه لا تراوسه څه نشي ویل کیدی خو د جنوبي اسیا چارو کارپوه مایکل کگلمین په خپل ټویټر لیکلي دي د پاکستان په اړه د ښاغلي ټیلرسن او ښاغلي پومپیو دریځ یوشان دی.
"جالبه دا ده چې د پاکستان په اړه د مایک پومپیو نظر او د ریکس ټیلرسن نظر یو دی. که تاسو ترهگر نه ختموئ نو مونږ به هغه څه کوو چې مونږ ورته ضرورت لرو."
ښاغلی پومپېو د اقلیم د ساتنې د تړون چې د پارس تړون یادیږي، په اړه د ډونالډ ټرمپ سره هم نظره دی.
د یادونې وړ ده چې د هغې نه وروسته چې سنا د ولسمشر ټرمپ دغه پریکړه تائید کړي، ښاغلی پومپیو به د بهرنو چارو د وزیر په توگه دنده پیل کړي.