د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست ناڅاپه سفر


د جمهور رئیس غني او کرستوفر میلر کتنه
د جمهور رئیس غني او کرستوفر میلر کتنه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست کرستوفر میلر، د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۲ (مرغومي ۲) په ناڅاپه توګه کابل ته لاړ او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره یې وکتل.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ښاغلي غني او ښاغلي میلر په کتنه کې د افغانستان د سولې د بهیر، د افغانستان او سیمې په وضعیت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د زیات ملاتړ په هکله خبرې شوې دي.

د ارګ د خبرپاڼې په اساس ښاغلي میلر په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډیریدو اندیښنه څرګنده کړې او په تلپاتې اوربند باندې یې ټینګار کړی دی. هغه ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات، د افغانستان د حکومت او خلکو او په ځانګړې توګه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي.

امریکایي رسنیو رپوټ ورکړی چې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د قوماندان سکات میلر او په دې هیواد کې د یو شمیر میشتو امریکایي پوځیانو سره هم لیدنه کتنه کړې ده.

د ښاغلي میلر د سفر نه یوه ورځ وړاندې د امریکا د مرکزي ځواکونو (سنتکام) د قوماندانۍ مشر کنت مک‌کینزی، د جمهور رئیس غني سره لیدلي و او د ارګ د اعلامیې په بنسټ یې "د سولې د بهیر او د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ" په هکله یې خبرې کړې دي.

یوه اونٌ مخکې د امریکا د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي هم لومړی دوحې او بیا کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له پلاوي او د افغانستان د جمهور رئیس سره یې کتلنې کړې وې.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ شاوخوا پنځه اونۍ مخکې امر وکړ چې د افغانستان ۲۰۰۰ نور امریکایي سرتیري بیرته هیړواد تهع ستانه شي او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵ دې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړای شي.

د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې له مخې چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې په دوحه کې لاس لیک شوه، باید د ۲۰۲۱ کال د مۍ تر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

خو ناټو او امریکایي پوځي مقاماتو ویلي چې د افغانستان نه د ځواکونو ایستل د افغانستان د شرایطو پورې مستقیم ارتباط لري.

XS
SM
MD
LG