د لاس رسي وړ اتصالات

د داوړ او وزیر د قضیې د پیښور محکمې ته د انتقالولو عریضه شوې


د پښتون تحفظ تحریک د غړیو وکیلانو د پیښور په عالي محکمې کې عریضه کړیده چې د هغوي قضیه دې د هري پور نه د پیښور عالي محکمې ته انتقال کړي

د پښتون تحفط تحریک په دوو مشرانو او د پارلمان په منتخب غړیو محسن داوړ او علي وزیر د ترهگرۍ په محکمې کې قضیې ثبت شویدي چې وایي هغوي په خړکمر کې په پوځي پوستې برید کړی و.

د علي وزیر او محسن داوړ علاوه نور هم لس تنه نیول شویدي او د هري پور په بند کې ساتل شویدي.

په لمړیو څو اونیو کې د دغه کسانو قضیه د بنو په یوې محکمې کې اورل کیده خو اوس د هري پور محکمې ته انتقال شویده.

د پښتون تحفظ تحریک د وکیلانو ډله د لطیف افریدي په مشرۍ کې د محسن داوړ او علي وزیر د قضیې جریان پرمخ بیایي.

طارق افغان چې د دغې ډلې یو وکیل دی، امریکاغږ ته په خبرو کې تور ولگاوه چې حکومت په قضیې کې د ځنډ پیدا کولو لپاره مختلفې طریقې استعمالوي او هم پدی اساس به هغوي د جولایي په ٢٢ د نیول شوو کسانو د ازادیدو لپاره د پیښور په عالي محکمې کې عریضه کوي.

د پاکستان حکومت څو ځله دا ویلي دي چې د پښتون تحفظ تحریک د مشرانو ضد هیڅ ډول سیاسي غچ نه اخلي او هر څه د قانون سره سم روان دي.

XS
SM
MD
LG