د لاس رسي وړ اتصالات

په سوات کې د منظور د خولۍ په خرڅ بندیز لگیدلی؟


Manzoor Pashteen
Manzoor Pashteen

د پښتون ژغورنې تح‏ریک د روانې میاشتې په ٢٩ نیټه په منگوره کې د یوې احتجاجي غونډې اعلان کړیدی.

د تح‏ریک ملاتړو د احتجاجي غونډه لپاره تیاري شروع کړیده. خو د سوات ځینې اوسیدونکي اندیښنه لري چې ادارې نه غواړي منظور پښتین او ملگرې یې په سوات کې غونډه وکړي.

د سوات یو اوسیدونکي رحمان خان امریکا غږ ته وویل چې ځینې دوکاندارن وایي چې هغوي ته ویل شوي د پښتین سمبولک ټوپۍ دې نه خرڅوي.

محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې دغه رپورټونه ورته رارسیدلي خو دوي د دا ډول بې معنی فشارونو هیڅ پروا نلري.

په سوات کې په ٢٠٠٥ کال کې طالبانو د مولا فضل الله په مشرۍ کې فعالیتونه پیل کړل او په ٢٠٠٩ کال کې په دغه سیمې کې لوی پوځي عملیات وشول چې یې شاوخوا درې ملیونه خلک د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړل.

د سوات اوسیدونکو د پوځي امنیتي پوستو باندې د خلکو سره د ناروا سلوک په ضد احتجاجونه کړیدي. په دی برسیره په سوات کې په لسگونو کورنۍ دا هم ادعاگانې کوي چې د کور غړي یې د کلونو راهیسې لادرکه دي.

محسن داوړ وایي چې د سوات خلک احتجاج کې د گډون په انتظار دي او دا چې تمه لري دا به یوه لوی احتجاج وي.

د پښتون ژغورنې تحریک مشر داوړ دا هم وایي چې په سوات کې د منظور په خولۍ بندیز لگول او د فشار داسې نورې طریقې هیخ اغیز نلري ځکه چې څومره په هغوي فشار زیاتیږي هغومره د هغوي په ملاتړ کې زیاتوالې راغلی.

محسن داوړ د پپښتون ژغورنې د تحریک د راتلونکي پلانونو او د موجود فشار په اړه د امریکا غږ سره خبري کړیدي

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00

XS
SM
MD
LG