په پاکستان کې د «ملي جمهوري غورځنګ» په نوم د یو سیاسي ګوند مشر محسن داوړ وايي چې پاکستاني چارواکو ورته ویلي دي چې افغان طالبان یې د وژلو پلان لری.
محسن داوړ د جنورۍ په ۲۳ (سلواغې څلورمه) امریکا غږ ته وویل، چې دوې ورځې وړاندې یوه لوړپوړي چارواکي ورته وویل، له خپله کوره دې بهر نه وځي، ځکه چې افغان طالبان یې د وژلو نیت لري.
نوموړي زیاته کړه: «چارواکو راته ویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت مې د وژلو لپاره یوچا ته ۵۰۰ زره امریکايي ډالر سپارلي دي.»
ده د دغه پاکستاني چارواکي نوم وانخیست او نه هم پاکستاني مقاماتو په رسمي ډول د داوړ د دغې ادعا په اړه څه ویلي دي.
د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان ولې د هغه د وژلو پلان لري؟ داوړ وویل، «زموږ دریځ او بیانیه ښکاره ده چې موږ په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط سره خپله بیانیه نه ده اړولې، موږ مخکې هم د طالبانو خلاف وو، او د کابل تر نیولو وروسته یې هم د دې ټول عمل خلاف یو.»
نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې طالبان د ټول افغان ولس استازیتوب نه کوي، په واک کې د هغوی شتون غیرقانوني او غیرانساني دی.
داوړ زیاته کړه: «طالبانو افغانستان په زوره نیولی دی، او د هغوی په باب زموږ خبره ښکاره او جوته ده.»
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د داوړ د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.
داوړ له ۲۰۱۸ کال څخه نیولې تر ۲۰۲۳ کال پورې د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازی وو. هغه پر تحریک طالبان پاکستان، په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت، او د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر تګلارو سختې نیوکې هم کوي.
فورم \ دبحث خونه