د لاس رسي وړ اتصالات

سختو بارانونو په هند کې د سلو نه زیات کسان وژلي


د هند په اترپردیش او بهار ایالتونو کې بارانونه
د هند په اترپردیش او بهار ایالتونو کې بارانونه

د هند په اترپردیش او بیهار ایالتونو کې سختو بارانونو او سیلابونو په تیرو دریو ورځو کې څه دپاسه ١٠٠ کسان وژلي دي.

د اترپردیش ایالت چارواکي وایي د جمعې ورځې راهیسې د موسمي بارانونو په نتیجه کې سیلابونه راوتلي او ٧٩ کسان یې وژلي دي.

ددې ایالت په گاونډ کې په بیهار ایالت کې هم لږ تر لږه ٢٥ کسان د سیلابونو په وجه مړه شوي دي.

چارواکي وایي پدغو دوو ایالتونو کې د یو شمیر ښارونو لارې کوڅې او ودانۍ د سیلابونو اوبو لاندې کړي دي.

د رپوټونو له مخې د هند د کلنیو بارانونو ٧٥ فیصده د جون او د سپتمبر په میاشتو کې اوري، خو سږکال ددې هیواد په ځینو برخو کې تر ټولو سخت بارانونه شوي او سیلابونه راوتلي دي.

ددې جملې نه د بیهار ایالت مرکز پټنا ښار تر ټولو سخت ځپل شوی دی. د هند د هوا پیژندنې اداره وایي پر دې ایالت باندې د سختو بارانونو لړۍ ډیر امکان لري چې راکمه شي.

ددې تر څنگ په کشمیر، سرینگر او نورو سیمو کې هم سخت بارانونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG