د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوالې ادارې په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، چې څه باندې یو میلیون افغانان د ژور خفګان یا (Depression) او دغه راز له ۱.۲ میلیونو څخه زیات نور بیا د تشویش یا (Anxiety) له ناروغیو څخه زوریږي او ښايي دا شمیره له دې څخه هم زیاته وي.
د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته په کابل کې د روغتیا نړیواله ورځ د 'راځئ چې خبرې وکړو' تر شعار لاندې ولمانځله. دا ورځ سږکال د ژور خفګان او رواني ناروغیو د کچې د ټیټیدو په خاطر له رواني ناروغانو سره د خبرې کولو له لارې، په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوالې ادارې په ګډه اعلامیه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال فدا محمد پیکان له قوله ویل شوي، چې په رواني تکلیفونو د اخته کیدو اصلي لاملونه بی وځلی، نا امني، جګړه او وزګارتیا ده.
ښاغلي پیکان ویلي "په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت څه باندې ۷۰۰ تنه رواني مسلکي مشاورین او ۱۰۱ تنه د رواني روغتیا متخصص ډاکټران روزلي دي. له دې جملې څخه، ۳۰۰ تنه اوس مهال په دولتي روغتیايي مرکزونو کې او پاتې نور یې په غیر دولتي بڼسټونو کې کار کوي."
په اعلامیې کې دغه راز ویل شوي، چې د روغتیا نړیوالې ادارې د ژور خفګان او د نورو ناروغیو ترمنځ د پیاوړې اړیکې پیژندنه کړې ده چې ژور خفګان د مضره اشیاوو د خوړو خطر، د شکرې او د زړه ناروغيو په زیاتولو کې ناوړه اغیزه لري او د ځان وژنې د خطر د زیاتولو ستر لامل ګڼل کیږي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې استازی ډاکټر ریچارت پيپر کورن وايي، په افغانستان کې د روغتیايي روانې مداخلاتو د ملاتړ په خاطر لازیاتې پانګونې ته اړتیا ده، ترڅو رواني ناروغانو ته د لاسرسي وړ ملاتړ چمتو شي.
د ښاغلي پیپر کورن پر وینا، دهغو کسانو لپاره چې د ژور خفګان له امله زوریږي، د خپلو دوستانو، د کورنۍ غړو او یا هم د روغتیايي کارکوونکو سره چې پر هغوی باور لري، خبرې کول ډیر ګټور تمامیږي او د درملنې لپاره لومړی ګام بلل کیږي.
د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د موندونو له مخې ژور خفګان ددې لامل کیږي چې اخته کسان پرې په ځان وژنې لاس پورې کړي.
اوسمهال دغه ناروغۍ د نړۍ په کچه د ۱۵- ۲۹ کلونو وګړو په مړینه کې دویم ستر لامل شمیرل کیږي.
پر دغو ناروغیو اخته کسان، دوامداره غم او غُصه لري او د هغو فعالیتونو ترسره کولو ته لیوالتیا نه ښيي، چې نور خلک یې له ترسره کولو څخه خوند اخلي. پر دې سربیره د وجود د انرژۍ له لاسه ورکول، په اشتها او خوب کې اختلال، د فکري تمرکز کموالی، د ځان بېارزښته بلل، د ګناه او یا نا امیدۍ احساس او د ځان زورونې یا ځان وژنې هڅې نور هغه څه دي، چې پر دغو ناروغیو اخته کسان ورسره لاس او ګریوان وي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دوی د ژور خفګان او تشویش لرونکو ناروغانو د کره شمیرې معلوملو لپاره په دوه زره او شپاړسم کال کې پر یوې سروې باندې کار پیل کړی دی او پایله به یې په دوه زره او اتلسم کال کې اعلان کړي.
د دغه وزارت د اټکل له مخې د ژور خفګان او تشویش لرونکو ناروغانو شمیر په سړیو کې ۶۰ فیصده او په ښځو کې ۶۷ فیصده دی.