د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: ۲۰۲۱ کې جګړې څه باندې ۲۰۵زره افغانان بې‌ځایه کړي


د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايي چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د جګړې زیاتوالي له امله څه باندې ۲۰۵زره افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

د دغې ادارې د رپوټ په اساس په جګړې سربېره په افغانستان کې وچکالي او طبیعيي پېښو هم له ۲۴زره زیات افغانان د خپلو مینو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

په رپوټ کې راغلي چې یوازې په تېره اونۍ کې د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څه باندې ۵۶زره اوسېدونکي د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

اوچا ویلي چې په افغانستان کې د جګړو او طبیعيي پېښو له امله د ټولو بې‌ځایه شویو کورنیو له شمېرې کابو ۱۲۴زره کسانو بیړنۍ بشري مرستې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اسااس اوسمهال لږ تر لږه په ۱۵ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

له دې وړاندې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې د جګړې د زیاتوالي له کبله په زیاتره ولایتونو کې د کورني بې‌ځایه شویو شمېر په بې‌ساري توګه لوړ شوی دی.

دغه وزارت اندېښنه ښودلې چې د افغانستان په مختلفو برخو کې د جګړو او نښتو دوام به د کورني بې‌ځایه شویو په شمېر کې لا زیاتوالی راولي.

د اوچا د رپوټ په اساس د جګړو له امله د ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي چې ورسره اړمنو کورنیو ته د د مرستې رسونې بهیر اغیزمن شوی دی.

XS
SM
MD
LG