د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۲۱ کې کابو ۴۲۴زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي


ارشیف
ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه له ایران او پاکستان څخه کابو ۴۲۴زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو په اساس له دې شمېرې کابو ۹۹سلنه افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ د مې ۲۰ (غوايي ۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري له لومړۍ څخه تراوسه له ایران څخه ۴۱۸زره او ۹۶۲ افغان کډوال له ایران څخه او څلور زره او ۸۲۲ نور له پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې کابو ۵۵زره او ۵۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې له دغو راستنو شویو کډوالو سره د نقدي مرستو ترڅنګ هغوی ته روغتیايي خدمات هم وړاندې شوي دي.

دغه سازمان اټکل کړی چې په ۲۰۲۱ کې به له ایران څخه ۶۵۴زره بې اسناده کډوال افغانستان ته راستانه شي او ټول به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو دوام لپاره په روان میلادي کال کې کابو ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغانان په مختلفو هېوادونو کې کډوال دي چې لویه برخه یې په ایرا او پاکستان کې دي او دغه راز څه باندې څلور میلیونه نور د ناامنیو او طبیعي پېښو له امله په کور دننه بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG