د لاس رسي وړ اتصالات

په بهرنیو مرستو د ټرمپ بندیز؛ د کډوالۍ د ځانګړو ویزو لرونکو لسګونو زرو افغانانو پروازونه ځنډول شوي


امریکایي چارواکي او د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ادارې مسؤلین وایي چې په بهرنیو مرستو باندې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لخوا د بندیز له کبله د څه باندې ۴۰ زرو افغانانو پروازونه ځنډول شوي چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو پروګرام ته منل شویدي.

یو امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي او د افغان تخلیې په نامه د افغان کډوالو د میشت کیدو ائتلاف مشر، شان وانډایور شنبه جنوري ۲۵ ( سلوغې شپږمه) د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ډیری د SIV ویزو پروګرامونو لپاره منل شوي افغانان دننه په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تیره ورځ په یو یاداښت کې د مصر او اسرائیل پرته په ټولو هیوادونو بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره وځنډولې تر څو ددې مرستو اغیزمنتوب او دا چې څومره د "لومړۍ امریکا" پالیسۍ سره برابرې دي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان له مخې په متحدو ایالتونو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرامونه ځنډول شوي. پدې فرمان کې په ځانګړې توګه د ځانګړو ویزو پروګرام یادونه نده شوې.

تر دې وړاندې ښاغلي وانډایر د امریکا غږ سره په مرکې کې هیله څرګنده کړې وه چې د متحده ایالاتو نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو په ورتګ باندې د لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان مستثنا کړي چې په امریکا کې د میشت کېدو لپاره یې درخواستونه په جریان کې دي.

د ټرمپ ادارې اعلان کړی دی چې امریکا ته د مهاجرو د ورتګ پروګرام د جنوري له ۲۷مې څخه د دریو میاشتو لپاره ځنډول کیږي. په دغه موده کې به د امریکا د کورني امنیت وزارت د بهرنیو چارو وزارت سره په مشوره د تحقیقاتو په پایله کې ولسمشر ته یو راپور چمتو کوي او دا پیشنهاد به کوي چې ایا ددغه پروګرام بیا پیلول د امریکا په ګټه دي که نه.

سره لدې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼۍ لا د ځانګړو ویزو لرونکو افغانانو د پروازونو ځنډیدو په هکله تبصره نده کړې خو ښاغلي شان وانډایر وایي ګمان کوي چې دا کار به په غیر عمدي توګه شوی وي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د ټرمپ حکومت به د SIV ویزو لرونکو افغانان د کډوالو په راتګ د بندیز څخه مستثنی کاندي ځکه چې د طالبانو تر راتګ وړاندې یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حکومت لپاره جګړه کړې.

شان وانډایر د دې لسګونو زرو افغانانو په هکله زیاته کړه، " هغوي زمونږ سره یو ځای جګړه کړې، مونږ سره یو ځای یې وینه توی شوې".

د افغانانو د تخلیې د ایتلاف ددغه مسئول په خبره، له ۱۵۰ زره څخه تر ۲۰۰ زرو افغانان په دې تمه دي چې د مهاجرت کیسونه یې بشپړ او امریکا ته لاړ شي.

هغه زیاته کړه: "موږ د افغانانو د وفادارۍ پوروړي یو او موږ باید بیرته د هغوی حق پوره کړو او ولسمشر ټرمپ په دې وفادارۍ پوه دی. نو موږ هیله لرو چې دا به یوه تېروتنه وي چې کولی شو بیرته یې اصلاح کړو او موږ ژمن یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې ټول ددې کار پر پایلو پوه وي، او موږ به په دې اړه ډېر روښانه اوسو."

د ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې چې په طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته رسیدلي، نږدې ۲ سوه زره افغانان د SIV او کډوالۍ نورو پروګرامونو د لارې په متحده ایالاتو کې میشت شوي چې د افغان تخلیې ائتلاف په ګډون نورې ادارې وسره په بیا میشت کیدو کې مرستې کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تیر کال د سپتمبر د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې ۶۷۰۰۰ کسان، چې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته برابر دي، وروستۍ تائیدۍ ته منتظر دي او ۱۱۰۰۰ نور افغانان بیا خپلو مرکو ته سترګې په لار دي.

د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کالونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول ویزې تائیدې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG