د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ مرکز نوي موقعیت ته انتقال شو ـ چارواکي


عکس(ارشیف) کندهار ولایت
عکس(ارشیف) کندهار ولایت

د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ مرکز یې نن غرمه له پخواني‌ ځای څخه نوي موقعیت ته انتقال کړی دی.

د کندهار د والي دفتر وايي چې یاده پرېکړه د ولایتي‌ نظامي شورا تر ارزونې وروسته شوې وه.

د کندهار د والي‌ ویاند بهیر احمدي نن چهارشنبه مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) په دې اړه امریکا غږ ته وويل چې ولسوالۍ ته نوی ځای د «شاه بندي» سیمه ټاکل شوې چې ګڼ‌ مېشته ده او عامه خدمات ځايي خلکو ته په ښه ډول رسیدلای شي.‌

نوموړي زیاته کړه: "ارغستان ولسوالي پخواني مرکز کې د نا امناسب وضعیت له کبله هر اړخیز خدمات په سم ډول نسوای رسیدلای بل لوري ته د ځايي اوسیدونکو هم همدا غوښتنه وه نو د نظامي شورا د پریکړي پر اساس د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ هسته نوي‌ ټاکل شوي ځای ته نن تر غرمه انتقال شوه."

ارغستان د کندهار ښار په جنوب ختیځ نژدې سل کیلو میترۍ کې د ډیورنډ‌ فرضي کرښې ته نژدې پرته ده.

شابندي سیمه چې د یادي‌ ولسوالۍ د نوي‌ مرکز لپاره ټاکل شوې له پخواني مرکز څخه تر څلوېښت کیلو متره زیاته فاصله لري.

د ارغستان ولسوالۍ مرکز له تېر یوه کال راهیسې د شدیدو جګړو شاهد وو او له کندهار ښار سره يې عمومي ډامبر سړک هم د تېر یوه کال راهیسې د ترافیکو پرمخ تړلی وو.

دغه راز د ولسوالۍ ودانۍ يې هم شپږ میاشتې وړاندې د وسله والو طالبانو په یوه لوی برید کې په بشپړه توګه تخریب شوه.

د ارغستان ولسوال حاجي محمد رحیم ابدالي امریکا غږ ته وويل چې د پخواني مرکز په شاوخوا سیمو کې سل سلنه ملکي وګړي له خپلو سیمو څخه د جګړو له کبله کډوال شوي او اوس د کندهار ښار تر څنګ په سپين بولدک او ځينو نورو سیمو کې ژوند کوي.

ارغستان د کندهار له ګڼ مېشو او مهمو زراعتي‌ ولسوالیو څخه هم بلل کیږي چې وروستیو نا امنیو پرې هر اړخیز منفي اغېز کړی.

په کندهار کې له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د دې ولایت زیاتره ولسوالۍ د لویو جګړو شاهدي دي، خو ارغستان پکښې لومړنۍ ولسوالي ده چې له خپلي اصلي موقعیت څخه مرکز بلي سیمي‌ لېږدول کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG