د لاس رسي وړ اتصالات

د مدیترانیې په بحیرې کې څه باندې ۶۰۰ کډوال د ډوبیدو څخه ژغورل شوي


آرشیف
آرشیف

یوه غیر حکومتي مؤسسه چې د مدیترانیې په سمندرګي کې کډوال د ډوبیدو څخه ژغوري وایي چې په تیرو دوو ورځو کې یې څه باندې ۶۰۰ کډوال پدې بحیرې کې د ډوبیدو څخه ژغورلي دي.

د SOS په نامه دې سازمان ویلي چې دا کډوال یې د ایټالیا د لامپیدوسا په جنوب لویدیځ کې ژغورلي چې د تونس سره نږدې پروت ټاپو دی.

تر دې وړاندې په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې د ژغورنې کښتۍ په سمندر کې د کډوالو د ژغورلو لپاره ۱۱ ماموریتونه کړي و او تر پنځو سوو ډیر کسان یې د ډوبیدو څخه ژغورلي.

خو د SOS سازمان یو ویاند د جمعې په ورځ اګست ۱۱ (زمري۲۰) د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د پنجشنبې د سهار راپدیخوا د دې سازمان کښتیو د کډوالو د ژغورنې لپاره ۱۵ ماموریتونه کړي او ۶۲۳ کډوال یې ژغورلي دي.

دې ادارې ویلي چې په ژغورل شويو کسانو کې ۱۴۶ یې داسې کم عمره ماشومان دي چې په کښتیو کې ورسره هیڅ سرپرست نه و او پنځو یې بیا سرپرست درلود.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې دوه امیندواره میرمنې هم په ژغورل شویو کسانو کې دي.

دې غیر دولتي سازمان ویلي چې ځیني ژغورل شوي کسان د لامپیودوسا ښارګوټي ته او ځینې نور یې د ورم په شمال لویدیځ کې یو بل ښار ته لیږدول شویدي.

اکثر ژغورل شوي کسان د سودان اتباع دي چې د کورنۍ جګړې له کبله د کورونو پریښودو ته اړ شوي. ګیانا، عاج ساحل، بورکینا فاسو، بیناین او بنګله دیش نور هغه هیوادونه دي چې اتباع یې پدې کښتیو کې سپاره و او د ډوبیدو څخه ژغورل شوي.
د Ocean Viking په نامه ژغورنکو سره پدې عملیاتو کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سره صلیب نړیوالې ادارې کښتیو هم مرسته کوله.

دې سازمان ویلي چې د ایټالیا د عاجلو خدماتو ادارې ورته د کډوالو د ځای ځایږي په هکله معلومات ورکړي و چې د لامپیودوسا ټاپو سره نږدې و او کښتۍ یې د ډوبیدو په حال کې وې.

د مدیرانیې سمندرګی او په ځانګړې ډول مرکزي برخه یې د کډوالو لپاره چې غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي په یوې خطرناکې لارې بدل شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په روان میلادي کال کې په همدې لار لږ تر لږه ۱۸۴۸ کسان چې د شمالي افریقا د هیوادونو د لارې یې کوښښ کاوه ځانونه ایټالیا ته ورسوي، په لار کې مړه شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG