د لاس رسي وړ اتصالات

قبرس کې ۸۶ کډوال د ډوبیدو څخه ژغورل شوي


په قبرس کې چارواکي وایي ۸۶ کډوال یې یکشنبې، اګست ۲۰ (زمري۲۹) د مدیترانې په بحیرې کې چې کښتۍ یې د ډوبیدو د خطر سره مخ وه، ژوندي ژغورلي دي.

د ژغورنې ګډ همغږۍ مرکز په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ژغورل شویو کې ۶۱ سړي، ۶ یې میرمنې او ۱۹ یې ماشومان و خو دا یې ندي ویلي چې دا ژغورل شوي کډوال د کوم هیواد / هیوادونو اتباع دي.

ټاکل شوې چې دا کډوال د قبرس پایتخت نیکوسیا سره نږدې د کډوالو یو مرکز ته واستول شي.
د دې مرکز په اعلامیې کې ویل شوي چې د ژغورنې په عملیاتو کې د سمندري پولیسو د ګزمې یوې کښتۍ او دوو نورو کښتیو برخه اخیستې وه چې چټکوالی یې ډیر وي.


لا نده معلومه چې دا کډوال کوم لوري ته روان و خو په قبرس کې چارواکي وایي چې د تیر کال په پرتله د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د کښتۍ د لارو د کډوالو راتګ ۶۰ په سلو کې ډیر شوی.

د قبرس ساحلي ګارډ د همدې روانې اګست میاشتې په ۱۵مې نیټې هم ۶۰ کډوال چې کښتۍ یې د ډوبیدو د خطر سره مخ وه، په همدې سیمې کې ژغورلي و.

قبرس چې د اروپایي اتحادیې غړی هیواد دی استدلال کوي چې د مدیترانیې بحیرې د لارې د کډوالو د تګ په لومړۍ کرښې کې دی او د دې ټاپو د شاوخوا ۹۱۵ زرو کسانو د جملې څخه د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي، پنځه په سلو کې یې پنا غوښتونکي دي.

د مدیترانې سمندرګی او په ځانګړې ډول مرکزي برخه یې د کډوالو لپاره چې غواړي ځانونه اروپا ته ورسوي په یوې خطرناکې لارې بدل شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په روان میلادي کال کې په همدې لار لږ تر لږه ۱۸۴۸ کسان چې د شمالي افریقا د هیوادونو د لارې یې کوښښ کاوه ځانونه ایټالیا ته ورسوي، په لار کې مړه شوي.

یوې غیر حکومتې ادارې چې په سمندرګي کې کډوال د ډوبیدو څخه ژغوري د همدې روانې اګست میاشتې په سر کې وویل چې څه باندې ۶۰۰ کډوال پدې بحیرې کې د ډوبیدو څخه ژغورلي دي.

د SOS په نامه دې سازمان ویلي چې دا کډوال یې د ایټالیا د لامپیدوسا په جنوب لویدیځ کې ژغورلي چې د تونس سره نږدې پروت ټاپو دی.


د دغه سازمان یو ویاند د جمعې په ورځ، اګست ۱۱مه،‌ د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د دې سازمان کښتیو د کډوالو د ژغورنې لپاره ۱۵ ماموریتونه کړي او ۶۲۳ کډوال یې ژغورلي دي.

دې ادارې ویلي چې په ژغورل شويو کسانو کې ۱۴۶ یې داسې کم عمره ماشومان دي چې په کښتیو کې ورسره هیڅ سرپرست نه و او پنځو یې بیا سرپرست درلود.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG