د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې غزه کې د شخړې د 'دایمي' حل دپاره د ملګرو ملتو د کنفرانس غوښتنه کړې


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوټریش څخه وغوښتل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې د 'دایمي' حل لارې موندلو لپاره یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

مسکو په مکرر ډول د فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه کړې، له اسرائیل او حماس دواړو سره اړیکې پالي او حماس یې د ترهګر سازمان په توګه نه دی پیژندلی.

لاوروف د روسيې د سنا مجلس ته وویل: "د دې ستونزې د حل یوازنۍ دایمي او عادلانه لاره دا ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو په ګډون یو نړیوال کنفرانس جوړ شي"

هغه وویل چې په دې کنفرانس کې باید د عربي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان او د خلیج د همکارۍ شورا د هیوادونو استازي ګډون وکړي.

لاوروف وویل: "ملګري ملتونه باید د داسې یوې غونډې په رابللو کې مخکښ رول ولوبوي... زه باور لرم چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د داسې نوښت کولو وړتیا لري."

روسیه، چین، فرانسه، انګلستان او امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي دي.

لاوروف وویل: "د فلسطینیانو پر وړاندې د بې عدالتۍ دوام، چې ورسره د یو فلسطیني دولت د جوړولو ژمنه شوې وه، ډېر جدي ترهګري او افراطي احساساتو ته لمن وهي."

هغه ټینګار وکړ چې مسکو د اکتوبر په اوومه د حماس په برید کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره تر خپله وسه هلې ځلې کوي.

حماس په دې وروستیو اونیو کې درې روسي اتباع خوشې کړل چې له اسرائیل سره د تړون نه بهر یې یرغمل کړي وو.

روسیې په غزه کې د اسرئیل پر روانو عملیاتو نیوکه کړې، او ولسمشر ولادیمیر پوتین په غزه کې وضعیت "ناورین" بللی او دا حالت یې غندلی دی.

د غزې تر ټولو خونړۍ جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اکتوبر په اوومه د حماس وسله والو پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۲۰۰ زیاتره ملکي کسان یې ووژل، او۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

اسرائیل په ځواب کې د حماس د له منځه وړلو هوډ څرګند کړ او پر غزې یې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل.

د حماس د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې تر اوسه له ۱۸۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG