د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په غزې کې د اوربند لپاره پریکړه لیک منظور کړ


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې سه شنبه ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۱) د رایو په غوڅ اکثریت په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند لپاره غیر لازم الاجرا پریکړه لیک منظور کړ.

په رایې ګیرۍ کې د عمومي اسامبلې ۱۹۴ هیوادنو د غړیو څخه ۱۵۳ یې د دې پریکړه لیک په طرفردارۍ رایې ورکړیدي.

د متحده ایالاتو او اسرائیل په ګډون ۱۰ هیوادونو یې په خلاف رایې ورکړي او ۲۳ په رایې ګیرۍ کې برخه وانخیسته.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور دا رایه ګیري "تاریخي ورځ" وبلله او وې ویل چې د عمومي اسامبلې لخوا قوي پیغام ورکوي.

دا پریکړه پداسې حال کې په متحده ایالاتو او اسرائیل فشار زیاتوي چې واشنګټن د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په غزې کې د اوربند پریکړه لیک پدې دلیل رد یا ویټو کړ چې د قید او شرط پرته پکې د اوربند غوښتنه شوې وه.

د جمعې ورځې ویټو کولو پریکړې څخه وروسته د امنیت په شورا انتقادونه ډیر شويدي. دې شوار د حماس- اسرائیل د جګړې پیل کیدو څخه تقریباً یوه میاشت وروسته پدې هکله خبرې وکړلې او ۴ ځله د اوربند لپاره پریکړه لیکونه پکې رد یا ویټو شویدي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش خبرداری ورکړی چې په کلابندې شوې غزې کې په بشپړه توګه د عامه نظم ړنګیدو خطر شته دی.

ښاغلي ګوتریش، ګڼ شمیر هیوادونو او د بشري حقونو سازمانانو د امنیت په شوار کې د اوربند پریکړه لیک رد کیدل غندلي دي او پخپله ګوتریش د دې شورا واک او اعتبار "کمزوری" بللی.

د سه شنبې د رایې ګیرۍ څخه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس-ګرینفیلډ ومنله چې په غزې کې بشري وضعیت جدي دی او تر څنګ یې دا هم وویل چې د متحده ایالاتو دیپلوماسۍ له کبله تیره میاشت په غزې کې د یوې اوونۍ لپاره "بشري وقفه" وشوه.

د متحده ایالاتو استازې د سه شنبې ورځې رایې ګیرۍ څخه وړاندې غوښتي و چې په د پریکړه لیک په متن کې د حماس غندلي ور ګډ شي خو د هغې دا غوښتنه ونه منل شوه.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د دې پریکړه لیک منظوریدو څخه وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ته خبرداری ورکړ چې په غزې کې د "بې توپیره" بمبارۍ له کبله د نړیوال ملاتړ له لاسه ورکولو د خطر سره مخ کیدی شي.

دا د اکټوبر اوومې راهیسې چې حماس په اسرائیل برید وکړ، د ښاغلی بایډن تر ټولو ډانګ پیلې څرګندونې دي او په نیتن یاهو یې غږ وکړ چې د فلسطین – اسرائیل د شخړې حل کیدو لپاره د دوه بیلو دولتونو جوړیدو په هکله دې خپل دریځ بدل کړي.
ها خوا د اسرائیل صدراعظم هم ویلي چې د شخړې پای ته رسیدو څخه وروسته په غزې کې د حکومتدارۍ په هلکه د امریکا د جمهور رئیس سره مخالفت لري.

ښاغلی بایډن په اسرائیل کې اوسنی حکومت د دې هیواد په تاریخ کې تر ټولو محافظه کار وباله او زیاته یې کړه چې صدراعظم نیتن یاهو "یو ښه ملګری د خو هغه باید بدل شي. اوسنی حکومت د هغه لپاره ګام اخیستل ډیر ګران کړیدي".

د حماس ډلې د اکټوبر په اوومې په اسرائیل برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او د ۲۴۰ په شاوخوا کې یې یرغمل کړل چې وروسته یې د شپږ ورځني اوربند په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰ تنه پریښودل.

بل پلو بیا په غزې کې د عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی وایي چې د اسرائیل په هوایي او نورو بریدونو کې تر دې دمه ۱۸۴۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG