د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو د ایستونیا سفیر ته له روسیې څخه د وتلو امر کړی  


په روسیه کې د استونیا سفارت
په روسیه کې د استونیا سفارت

مسکو د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۳ (سلواغې ۳) له ایستونیا سره د دپلوماتیکو اړیکو کچه راټیټه کړه او ددې هیواد سفیر ته یې امر وکړ چې له روسیې څخه ووځي. روسیې د بالتیک دغه هیواد "د روسانو څخه د ډېرې کرکې" په کولو تورن کړی.

دا لومړی ځل دی چې مسکو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین باندې د پوځي یرغل وروسته د اروپايي ټولنې د یو هېواد سفیر وباسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل: "روسیې پریکړه کړې چې په دواړو هیوادونو کې دپلوماتیک استازي په موقتي توګه د شارزدافیر کچې ته راټیټ کړي."

دغه وزارت زیاته کړې چې "د ایستونیا جمهوریت سفیر باید د فبروري په اوومه د روسیې فدراسیون څخه ووځي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې دا اقدامات وروسته له هغه کیږي چې ایستونیا ددې هیواد په پلازمینه تالین کې د روسیې په سفارت کې د کارمندانو کچه خورا کمه کړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایستونیا سفیر مارګوس لیډرې د بهرنیو چارو وزارت ته له احضارولو وروسته په دې پرېکړې خبر کړای شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ایستونیا له مسکو سره د اړیکو په "قصدي توګه ویجاړولو" تورنه کړې ده.

"د روسانو څخه بشپړه کرکه زموږ د هیواد په وړاندې د دښمنۍ کښت د تالین لخوا د دولتي پالیسۍ درجې ته لوړ کړای شوی دی."

استونیا د اوکراین کلک متحد دی او له لویدیځو هېوادونو یې غوښتي چې د مسکو د برید د مخنیوي لپاره کیف ته ټانکونه واستوي.

د بالتیک دغه هیواد پخوا د پخواني شوروي اتحاد یوه برخه وه او د کلونو راهیسې یې له روسیې سره ستونزمنې اړیکې درلودلي چې په ځانګړې توګه د تاریخي پیښو له کبله دوی سره ویشل شوي.

روسیې د تېر کال په اپریل میاشت کې ددې هیواد په سنټ پیټرزبورګ ښار کې د ایستونیا د کونسلګرۍ د تړلو امر کړی و.

XS
SM
MD
LG