د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو کې د انتخاباتي درغلیو ضد سلګونه اعتراض کوونکي نیول شوي


په مسکو کې د مظاهره چیانو په وړاندې زور زیاتی
په مسکو کې د مظاهره چیانو په وړاندې زور زیاتی

روسي پولیسو د شنبې په ورځ څه دپاسه ١٣٠٠ کسان ونیول چې په محلي انتخاباتو کې د بې نظمۍ او درغلیو په وړاندې یې په پراخو اعتراضونو کې برخه اخیستې وه.

پولیسو هغه مظاهره کوونکي پر لرگیو هم وهلي دي چې د شنبې په ورځ (جولای ٢٧) د مسکو د ښاروالۍ مخې ته راټول شوي وو.

د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او د بشري حقونو ډلو د روسي پولیسو له خوا د مظاهره کوونکو سره زور زیاتی غندلی او دا یې "بې تناسبه" او "له توپیره ډک" چلن گڼلی دی.

د مسکو محلي انتخابات چې د روان کال په سپتمبر کې کیږي په کې د حکومت د مخالفو ډلو زیات شمیر کسان هم کاندید دي.

د مسکو د ښار شورا ۴٥ غړي لري او مهم مقامونه گڼل کیږي چې د قانوني لایحو وړاندیز کولای شي او د ښار د ۴٣ میلیارد ډالرو بودجې د لگولو بڼه ټاکي.

د مسکو پولیسو ویلي چې ١٠٧۴ تنه یې نیولي چې د اعتراض کوونکو مشران په کې شامل دي. ناپیلې سرچینې وایي چې ١٣٧٣ تنه نیول شوي دي، خو یو شمیر کسان تیره شپه خوشې شوي دي.

د مسکو د ښاري شورا یوې وکیلې او د اپوزیشین غړې الکساندرا پاروشینا د ازادې اروپا رادیو ته ویلي چې: "په روسیه کې د څه دپاسه ١٠٠٠ تنو سوله ایزو مظاهره کوونکو توقیفول او زور زیاتی کول په دموکراتیکه پروسه کې د هیوادوالو گډون ته زیان رسوي".

د بخښنې نړیوال سازمان هم د مظاهره کوونکو پر ضد د پولیسو دا کار غندلی دی. همداشان په لندن کې میشت د روسیې د بشري حقونو د څار سازمان مشرې ناتالیا ژویگینا د روسی مقاماتو له خوا "د مظاهره چیانو په وړاندې د پوځي قانون په څیر امنیتي تدابیرو نه کار اخیستل" غندلي دي.

د مسکو ښاروال سرگي سوبیانین چې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین نژدې متحد دی دمخه خبرداری ورکړی و چې "د ښار نظم به وساتل شي".

د مسکو په مطاهرو کې د گډون کوونکو پوره شمیر ندی څرگند شوی، خو د پولیسو په وینا شاوخوا ٣٥٠٠٠ کسانو د ښاروال دفتر ته نژدې په مظاهره کې برخه اخیستې وه چې په کې ٧٠٠ راجستر شوي ژورنالیستان هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG