د لاس رسي وړ اتصالات

له قطر څخه ډیر شمیر افغانان اروپا او امریکا ته لېږل شوي


په قطر کې د العدید د امریکايي اډې د تاسیساتو قومندان د شنبې په ورځ د سپټمبر ۴ (وږي ۱۳) وویل قطر ته د ۵۷۰۰۰ لېږدول شویو افغانانو ډیره برخه له دغه هیواد څخه بهر لېږدول شویدي.

برید جنرال جیرالډ ډوناهو په یوه خبري کنفرانس کې وویل له کابل نه د تخلیه شویو افغانانو دوه پردرېیمه برخه په اروپا کې د پروسس مرکزونو ته او درېیمه برخه راساً امریکا ته لېږل شویدي. هغه زیاته کړه " د امریکا د هوايي، ځمکنیو او سمندري ځواکونو سرتیرو، نورو همکارانو او قطري کوربنو وکولی شول چې د درې اونیو په موده کې دغه ماموریت سرته ورسوي. دا یو فوق العاده ماموریت دی او په پای کې به یې مونږ وکولی شو چې ۵۷۰۰۰ زره افغانان خوندي سیمو ته ولېږدو."

هغه وویل ۱۴۰۰ افغان کډوال تر دې دمه په قطر کې پاتې دي، چې زیات شمېر به یې ډیر ژر له قطر څخه بهر ولېږدول شي او یو شمیر یې چې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري له رغېدو وروسته به نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د دغو کډوالو له ډلې د ۹ ښځو په قطر کې ماشومان پیداشويدي.

جنرال ډوهانو وايي دوی د العدید په اډې کې د زرګونو کسانو د ځای پرځای کولو لپاره کافي تاسیسات نه لري او له هنګرونو او ګودامونو څخه د دوی لپاره د سرپناه په توګه کار اخلي.

له امریکايي ځواکونو او د امریکا له نورو متحدینو سره د کارکونکو افغانانو د تخلیي عملیات د ملکي وګړو د تخلیې تر ټولو لوی عملیات بلل شویدي چې د ترهګریزو بریدونو په ګډون له زیاتو بې نظمیو سره ترسره شول. د داعش ډلې په برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او له سلو زیات افغانان ووژل او د شلو په شاوخوا کې نور کسان په ټېل ماټېل کې تر پښو لاندې او مړه شول. په ولسمشر بایډن او یو شمېر نورو امریکايي‌چارواکو د دغو عملیاتو د ضعیفې پلان جوړونې له امله نېوکه کیږي.

قطر چې د خليج یو کوچنی هیواد دی په دغو عملیاتو کې یې مهم رول ولوباوه. له دغه هیواده غوښتل شوي چې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د راتلونکو اړیکو په سمبالولو کې هم رول ولوبوي، ځکه له دواړو سره ښې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG