د لاس رسي وړ اتصالات

د "مور" په کمپ کې په اوبو د معتادینو درملنه کیږي


د "مور" په کمپ کې په اوبو د معتادینو درملنه کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

د کابل ښار د چهاردهي په بختیار کلا سیمه کې د 'مور کمپ' په نوم د روږدو د درملنې داسې یو مرکز فعالیت لري، چې پکې د اوبو په واسطه د معتادینو درملنه کیږي.

پدې کمپ کې دمګړۍ تر ۲۰ معتادین تر درملنې لاندې دي، خو دا کمپ په یو وخت کې د ۵۰ روږدو د درملنې ظرفیت لري.

د مور د کمپ مسوول نسیم‌ علي زاده وايي، چې دلته معتادینو ته درمل نه ورکول کیږي او یوازې د اوبو او ښوونې په واسطه یې درملنه کیږي.

ښاغلي علي زاده امریکا غږ ته وویل "مور کمپ په تیرو ۹ کلونو کې د شاوخوا ۹۴۰۰ معتادینو درملنه کړې او له دې شمیرې ۹۵۰ تنه یې له مخدراتو لاس اخیستی او بیرته خپل عادي ژوند ته ګرځیدلي دي."

د دې کمپ مسولین وايي چې د هر ناروغ درملنه تر ۴۰ورځو پورې وړیاکیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په طبي لحاظ د اوبو له لارې د معتادینو درملنه معیاري نه ګڼي.

XS
SM
MD
LG