د لاس رسي وړ اتصالات

شیخ رشید: د طالبانو کورنۍ پاکستان کې دي؛ محب: زه مو ستایم چې افشا مو کړل


حمدالله محب او د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر
حمدالله محب او د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړیکو افشا کولو په اړه د د غه هیواد د کورنیو چارو د وزیر شېخ رشید احمد څرګندونې ستایلې دي.

حمدالله محب نن دوشنبه جون ۲۸ ( چنګاښ اوومه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "زه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ستاینه کوم چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ افشا کوي. موږ لا زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لرو چې پر افغانستان د بریدونو پر ضد خبرې وکړي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د پاکستان له «جیوز نیوز» سره مرکه کې ویلي چې د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغان طالبانو کورنۍ د اسلام اباد په حدودو ، روات، لوی بیر، باره کهو، تر نول او ځینو نورو ځایونو کې اوسیږي.

شېخ رشید احمد همدارنګه ویلي چې د افغان طالبانو مړي په پاکستان کې ښخیږي او د ټپيانو درملنه یې هم هلته کیږي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې یو لوپوړی پاکستانی چارواکی په هغه هیواد کې د افغان طالبانو په اوسېدو باندې اعتراف کوي.

افغان حکومت تر دې مخکې په وار وار پاکستان په افغانستان کې له جنګېدونکو طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی، خو د پاکستان حکومت دغه تورونه رد کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه مرکه کې له وسله والو طالبانو څخه غوښتي چې(TTP) یا پاکستاني طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته د پاکستان په ضد د فعالیت اجازه ورنکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: "د پاکستاني طالبانو تحریک په هیڅ صورت په افغانستان کې نه دی رامنځته شوی او نه زموږ په خاوره کې فعالیت لري. دغه تحریک د افغانستان د ملي امنیت پالیسۍ په اساس د نورو تروریستي ډلو په شان په افغانستان او سیمه کې د سولې، پرمختګ او ثبات دښمن ګڼل کیږي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډو له پاکستان څخه هم غوښتي چې د تروریستي ډو پر ضد په ګډه، یو ډول او له دوه ګوني چلند پرته چلند وکړي.

تیره ورځ د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اسلام اباد ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د یو لاس پاتې کېدو بیه به ډېره لوړه ورته تمامه شي.

XS
SM
MD
LG