د لاس رسي وړ اتصالات

مجیب ځدراڼ د وقار یونس ۲۸ کلن نړیوال ریکارډ مات کړ


شپاړلس کلن مجیب ځدراڼ د وقار یونس ریکارډ مات کړ.
شپاړلس کلن مجیب ځدراڼ د وقار یونس ریکارډ مات کړ.

د افغانستان د کرکټ ځوان لوبغاړي مجیب ځدراڼ په نړۍ کې لومړنی لوبغاړی شو چې په کم عمر کې پنځه لوبغاړي په نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کې سوځوي.

د پاکستان د کرکټ پخواني لوبغاړي وقار یونس دغه ریکارډ په ۱۹۹۰ میلادي کال کې پداسې حال کې جوړ کړې و چې هغه اتلس کلن و. خو مجیب ځدران بیا یوازې شپاړلس کاله عمر لري.

مجیب ځدران په ننۍ لوبې کې پوره لس اورونه وکړل، پنځوس منډې یې ورکړلې او د زمبابوې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. ځدران د ننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیستله.

مجیب ځدراڼ او وقار یونس دواړو دغه ریکارډونه د عربي متحده اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې جوړ کړي.

مجیب ځدران د افغانستان د نولس کلنې لوبډلې لوبغاړی دی او تل د لوبې په پیل کې توپ اچونه کوي چې د کرکټ د نویو اصولو پر اساس د توپ اچولو یو تر ټولو سخت حالت وي.

ښاغلی ځدران همدارنګه دریم افغان لوبغاړی دی چې د هند په تجارتي سیالیو (آی پي ایل) لوبه کوي. هغه د کنګز ایلیون پنجاب لوبډلې په څلور سوه لکه هندي کلدارو اخیستی.

د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان د زمبابوې نه د روانو سیالیو لړۍ هم وګټله. دا دریم ځل دی چې افغانستان د زمبابوې نه د یو ورځنیو لوبو لړۍ یا سیریز ګټي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG